ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احدي په مشرۍ نوې سياسي جبهه جوړېږي

د احدي په مشرۍ نوې سياسي جبهه جوړېږي

author avatar
11 Jan 2016 - 10:52
د احدي په مشرۍ نوې سياسي جبهه جوړېږي
author avatar
11 Jan 2016 - 10:52

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د افغان ملت ګوند د مشر ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ نوې سياسي جبهه خپل شتون اعلانوي او وايي چې دوى به د حکومت اپوزېسيون وي.

د افغان ملت ګوند د دفتر رييس حميدالله عالمي د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د خپل شتون اعلان وکړي.

هغه زياته کړه چې د ډاکتر انوارالحق احدي په مشرۍ د (د افغانستان نوې ملي جبهه) په نوم سياسي حرکت پيلوي.

د عالمي په وينا، په دې جبهه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابينې يو شمېر وزيران، واليان، سناتوران، وکيلان، مدني ټولنې او قومي شوراګانې شاملې دي.

دى وايي چې دوى دغه جبهه د کوم امتياز ترلاسه کولو لپاره نه ده جوړه کړې، موخه يې د حکومت د کړنو څارنه ده.

ده زياته کړه: ((موږ به د حکومت د اپوزېسيون په توګه رول لوبوو.))

د سياسي چارو کارپوه خوشحال خليل وايي، په اصل کې د سياسي جبهو او ټلوالو جوړول په خپل نفس کې مثبت کار دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ سياسي نظام يو ډيموکراټ نظام دی، په کار ده چې دلته لويې لويې سياسي جبهې او احزاب موجود وي چې دوی د حکومت پر کړنو څارنه وکړي او د خلکو غږ پورته کړای شي.))

د خليل په وينا، اوس پوښتنه همدا ده چې د دغو نوو ايتلافونو ذات او ماهيت ته په کتو دوی دا کار کولای شي او کنه؟

دى وايي: ((زما په نظر دوی حق لري چې له سياسي لارو هڅه وکړي چې ځان قدرت کې شريک کړي، د هغې لپاره ځانګړي ميکانيزمونه شته، خو دوی اکثرو امتحان ورکړی دی او په دغه کار کې موافق نه ول، دوی يوازې له دې لارې په حکومت فشار راوړي چې د فساد تېرو دوسيو ته يې حکومت لاس ور نه وړي، د دوی شتمني حفظ شي، د دوی لپاره ځانګړي امتيازات په پام کې ونيول شی.))

خوشحال خليل ادعا کوي، چې په دې سياسي حرکتونوکې يې ځيني حتا د بهرنيو هېوادونو په لمسه رامنځته شوي دي.

ده زياته کړه: ((د دوی دغو ټکو ته ګورم، فکر نه کوم چې دوی به ټولنه منسجم کړای شي، بلکې هڅه به يې دا وي چې حتا د حکومت ځيني مثبت کارونه چې ظاهراً د دوی له ګټو سره په ټکر کې وي مخه یې ونيسي، دوی بايد له حکومت سره د اصلاحاتو په راوستو کې مرسته وکړي، چې فکر نه کوم دوی دا کار وکړای شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.