ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غازي امان الله خان مزار بيارغول کېږي

د غازي امان الله خان مزار بيارغول کېږي

author avatar
11 Jan 2016 - 14:18
د غازي امان الله خان مزار بيارغول کېږي
author avatar
11 Jan 2016 - 14:18

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه د غازي امان الله خان مزار بيارغول کېږي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د مزار ترڅنګ جومات یې هم وکوت.

سرچينه زياتوي، اشرف غني د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ننګرهار ولایت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد د خپلواکۍ د مزار او ترڅنګ جومات د بیارغولو لپاره دې ژر تر ژره یو فني پلاوی وټاکل شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.