سرپل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٤): د سرپل د پوهنې رياست وايي، چې د روان کال له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د ٦٣ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې دي.
د سرپل د پوهنې مشر عبدالغفور سرپلي نن دغه ولايت په مرکز کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې سږ کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې، ٣٠ ښوونځي د ملي پيوستون پروګرام له لارې او لس سلنه ولسي ګډون له لارې جوړ شوي، چې شا وخوا سل ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.
خو هغه زياته کړه، چې په دغه موده کې د ٣٣ نيمګړو ښوونځيو ودانۍ هم چې ٢٠ ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلى او لګښت يې په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت پراختيايي بوديجې له لوري ورکړل شوى دى.
د هغه په وينا، ددغو ښوونځيو ودانۍ له کوهستاناتو پرته په ډېرى ولسواليو کې جوړې شوې دي.
هغه وويل، د دغه ولايت په کوهستاناتو کې د پراختيايي پروژو کار د نا امنۍ او په دغه ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو د شتون له امله درېدلى دى.
د پوهنې د رييس په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې ٣٨٨ ښوونځي شتون لري چې له دې ډلې يې ٦٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د دغه ولايت د پوهنې رييس د معلوماتو پر بنسټ، سرپل کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د شا وخوا ٢٢٠ ښوونځيو ودانۍ رغول شوې دي.
هغه څرګنده کړه، چې په دغه ولايت کې شا وخوا ١٦٠ زره زده کوونکي په زد کړو او ښوونې بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٢ سلنه نجونې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن