کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): پاکستان له افغان طالبانو سره د خبرو تر پيل مخکې د شرطونو له اېښودو سره مخالفت څرګند کړى دى.
له افغان طالبانو سره د سولې د دويم پړاو ميکانيزم جوړولو په موخه د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر منځ څلور اړخيزه غونډه د مرغومي په ٢١مه له غرمې مخکې په اسلام اباد کې پيل شوه.
د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز يادې غونډې ته د وينا پر مهال له افغان طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې د شرطونو له اېښودو سره مخالفت وکړ.
هغه زياته کړې: ((د سولې او پخلاينې لپاره بايد لومړى داسې حالات رامنځته شي چې د طالبانو ډلې وهڅول شي چې د سولې مېز ته راشي او دې ته اړ کړل شي چې له تاوتريخوالي او جګړو لاس واخلي.))
خو سرتاج عزيز وويل چې د سولې تر خبرو مخکې شرايط اېښودل ګټور کار نه دى.
ده زياته کړه: ((دا زموږ نظر دى او پر دې به په تفصيل سره خبرې کوو.))
د هغه په وينا، د دې غونډې ګډونوال به د سولې په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريکوي څو د سولې په اړه چې کوم بنبست شته، هغه له منځه يووړل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزى د پنځه کسيز افغان پلاوي مشري کوي، دغه راز افغان لپاره د چين ځانګړى استازي په دې غونډه کې د خپل هېواد استازيتوب کوي .
دغه راز د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازي ريچارډ اولسون د امريکا په استازيتوب ګډون کړى.
تېره مياشت په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د افغانستان د سولې ځنډېدلې پروسه بايد له سره پيل شي.
د افغانستان د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل په کابل کې رسنيو ته ويلي وو چې د اسلام اباد څلور اړخيزې غونـډې پر مهال به پاکستان د هغو طالبانو نوملړ افغان پلاوي ته وسپاري چې غواړي د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
د دې څلور اړخيزې غونډې په اړه به نور معلومات وروسته په نورو راپورونو کې خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن