کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۴): د اساسي قانون د تصويب په نمانځغونډه کې ويناوالو وويل چې يو شمېر زورواکو او له قانون څخه پورته ډلو د اساسي قانون د پلي کېدو مخه ډپ کړې ده.
د افغانستان اوسنى اساسي قانون د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٤مه د لويې جرګې له خوا تصويب شو.
له همدې امله د مرغومي له ١٤مې د اساسي قانون د نمانځنې اونۍ پيلېږي او په دې اونۍ کې بېلابېلې ادارې غونډې جوړوي.
نن په همدې مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو په وزارت کې د "اساسي قانون په پلي کېدو کې د ولسونو او قومي مشرانو ونډه" تر عنوان لاندې د لسګونو قومي مشرانو او يو شمېر چارواکو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.
د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالفغور لېوال په دې غونډه کې د وينا پر مهال وويل: "لوی مشکل په افغانستان کې د زور اعمال دي، د حکومت تر څنګ داسې نورې مختلفې مراجع شته چې له نظام څخه بهر خپل زور او خپله بدمعاشي د نظام پر وړاندې تطبيقوي."
لېوال زياته کړه: "له بده مرغه د افغانستان يوه سرطاني ملي ستونزه دا ده، هغه ډلې، جوړښتونه او اشخاص چې ځانونه تر اساسي قانون او نورو قوانينو پورته بولي؛ د اساسي قانون د پلي کېدو پر وړاندې يې ستونزې رامنځته کړې او د نظام او قانومند جوړښت مشروعيت يې تر پوښتنو لاندې راوستی دی."
ده د يادو ډلو او جوړښتونو په اړه نور معلومات ورنه کړل او له قومي مشرانو يې وغوښتل چې د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره هڅې وکړي.
لېوال قومي مشرانو ته وويل: "تاسو هغه کسان ياست چې د اساسي قانون پر اهميت تر نورو ټولو ښه پوهېږئ؛ په خپل قوم او ولس کې ځانګړی ځای لرئ، له تاسو نه زموږ غوښتنه دا ده چې د اساسي قانون د پلي کېدو پر اهميت خلک ښه وپوهوئ."
لېوال ونه ويل چې د اساسي قانون کومې برخې نه دې پلې شوې.
د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د عامه اړيکو مشر محمدضيا فروتن په نننۍ ناسته کې وويل چې د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې حکومت پاتې راغلى دى.
د ده په وينا، حکومت د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره اړينې اسانتياوې نه دې برابرې کړې.
د هغه په وينا، په هېواد کې د زورواکو شتون او په اساسي قانون کې د په ګوته شوو مکلفيتونو په اړه د عام ولس نه پوهاوى، د دغه قانون د نه پلي کېدو ستر لاملونه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن