ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي

غزني کې د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي

author avatar
12 Jan 2016 - 16:02
غزني کې د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلي
author avatar
12 Jan 2016 - 16:02

غزني ښار (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د قاري حکمت په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو دريو نورو ملګرو سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

ده وويل: ((قاري حکمت د اندړو ولسوالۍ د کلاخېلو په سيمه کې يوه کور ته ورغلی و، هلته يې غوښتل چې ماين جوړ کړي خو ماين پرې چاودنه کړې قاري حکمت او درې نور ملګري يې وژل شوي دي.))

امرخېل وايي چې په دې چاودنه کې نور چا ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د کلاخېلو سيمې اوسېدونکي محمدګل هم پژواک ته وويل چې په نننۍ چاودنه کې يو طالب قوماندان له خپلو دريو ملګرو سره وژل شوی دی.

ده وويل چې د چاودنې له امله دوه کوټې او يو دهلېز هم ويجاړ شوي دي.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د همدغه کور يوه ښځه هم ټپې شوې ده خو روغتيايي حالت یې ښه دى.

خو وسله وال طالبان وايي چې په غزني کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او دوى هلته د قاري حکمت په نوم قومندان نه لري. 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.