ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد په ځانمرګي برید کې دری بريدګر او اوه امنيتي سرتېري وژل شوي

د جلال اباد په ځانمرګي برید کې دری بريدګر او اوه امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
13 Jan 2016 - 14:21
د جلال اباد په ځانمرګي برید کې دری بريدګر او اوه امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
13 Jan 2016 - 14:21

څلورم تعقيب- جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۴): امنیتي چارواکي وايي، د جلال اباد ځانمرګی ډله ییز بريد پای ته ورسېد چې په پایله کې یې دری ځانمرګي بریدګر او ٧ امنيتي سرتېري وژل شوي او يوولس نور کسان ټپیان شوي دي.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، په ټپيانو کې يو پاکستانی ډيپلومات، دری ملکي وګړي او اوه امنيتي سرتېري شامل دي چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند تر پېښې څو دقيقې وروسته پژواک اژانس ته په لومړيو معلوماتو کې د دوهوملکي کسانو د وژل کېدو پخلی هم کړی و.

د مرغومي په ۲۳مه سهار نږدې نهه بجې يوه ځانمرګي بريدګر د ښار په دريمه ناحيه کې د پاکستان له کونسلګرۍ ۵۰۰ متره لرې د عمومي سړک پر سر د پوليسو پر موټر ځانمرګی بريد وکړ او وروسته دوه نور بريدګر په سيمه کې يوه حکومتي مېلمستون ته ننوتل.

دغه مېلسمتون چې د پاکستان کونسلګرۍ په ګاونډ کې دی، ويل کېږي د ننګرهار د والي د مرستيال محمد حنيف ګرديوال کور دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريد کوونکي له امنيتي سرتېرو سره له دوه ساعته نښتو وروسته ووژل شول.

شېرزاد وايي، په دې پېښه کې چې د پاکستان له کونسلګرۍ سره څېرمه پر یوه مېلمستون شوی، اوه افغان امنيتي سرتېري او دری بريدګر وژل شوي او اوه سرتېري او دری ملکي کسان ټپيان شوي دي.

امنيه قوماندان وايي: ((ممکن بريدګرو غوښتل له دغه مېلمستونه د پاکستان پر کونسلګرۍ بريد وکړي، خو زموږ سرتېرو يې مخه ډپ کړه.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له جګړې وروسته د پېښې له سيمې او د پاکستان له کونسلګرۍ ليدنه وکړه او رسنيو ته یې وويل: ((ممکن د بريدګرو هدف د پاکستان کونسلګري وه، خو زموږ سرتېرو هدف رسېدو ته پرې نه ښودل.))

د والي په وينا، بريدګر چې پر وسلو سمبال وو، يادې کونسلګرۍ ته څېرمه يوه حکومتي مېلمستون ته ننوتي وو او له افغان سرتېرو سره يې جګړه کوله.

والي زياتوي: ((د بريد پر مهال د پاکستان د کونسلګرۍ يو ډيپلومات د شيشو د ماتېدو له امله برسېرن ټپي شوی دی، خو نورو کسان ته يې زيان نه دی رسېدلی.))

په جلال اباد کې د پاکستان کونسل فرمان الله يوسفزي د پېښې په سيمه کې پژواک ته وويل: ((زموږ يو ملګری په شيشو ټپي شوی او د ودانۍ شيشې مو ماتې شوې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.