ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناقانونه وسله والو په کندوز کې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى

ناقانونه وسله والو په کندوز کې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى

author avatar
13 Jan 2016 - 17:42
ناقانونه وسله والو په کندوز کې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى
author avatar
13 Jan 2016 - 17:42

کندوز-زرنج (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): کندوز کې د ملي اردو يو سرتېرى د غير قانوني وسله والو له لوري وژل شوى، دغه راز په نيمروز کې د نشه يي توکو يوه فابريکه له منځه وړل شوې ده.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ چارواکي وايي چې پرون ماښام يو شمېر غير قانوني وسله وال د ولسوالۍ مرکز ته له خپلو وسلو سره يو ځاى د ننوتو په هڅه کې و، چې د ملي اردو د سرتېرو له لوري ورته د وسلو د کېښودو سپارښتنه وشوه، خو غيرقانوني وسلوالو پر دوى ډزې وکړې او د ملي اردو يو سرتېرى يې وواژه.

د خان اباد ولسوالۍ اجرائيه امر قدرت الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غيرقانوني وسله والو په ډزو کې د ولسوالۍ د چوک يو هټۍ وال هم سخت ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه چې دغه سرتېری په ضربتي قطعې پورې اړوند و او د ملي اردو  ځواکونو د دفاعي ليکو لپاره يې همکاري کوله.

ساپي زياته کړه چې غير قانوني وسله وال د شپې له تيارې په ګټې په تېښته بريالي شوي، خو ګډ ځواکونه يې د نيولو په هله ځله کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز چارواکي د دغه ولايت په خان اباد او کلازال ولسواليو کې د غير قانوني وسله وال شمېر ٣٥٠٠ کسان بولي، خو خلک بيا دغه کسان تر ډېره د اربکيانو په نوم پېژني او وايي چې يو شمېر يې د خلکو د ځورولو سربېره خلک وژني او ان د خلکو پر ښځو يې تېري کړي دي.

نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو د توليد يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن عزيزي وويل چې دغه فابريکه تېره شپه د نيمروز مرکز د زرنج ښار په مالدارانو سيمه کې د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې له منځه وړل شوې، چې په ترڅ کې ترې ډېره اندازه نشه يي توکو ترلاسه شوي او د قضيې په اړوند دوه کسان نيول شوي دي.

د نيمروز امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت يوې سرچينې له نوم اخيستو پرته وويل چې له دې فابريکې څخه شاوخوا ٤٥٠ کيلوګرامه جامد، همدومره اندازه مايع کيمياوي توکي، درې نيم کيلو ترياک او د پروسس ځيني وسايل لکه پلاستيکي بوشکې، ګازي بالونونه او ديګونه ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې پوليسو له دې فابريکې يو بې نمبر پلېټه کرولا موټر او موټرسايکل هم ترلاسه کړي دي.

د نيمرزو پوليسو يو کس د غيرقانوني وسله والو د لېږد په تور هم نيولى دى.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې دغه کس په زرنج ښار کې نيول شوى او څېړنې ترې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.