کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني وايي، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د وژلو قضيه په خپله تعقيبوي او راتلونکې اونۍ به يې په اړه علني قضايي جلسه جوړه شي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني ياده پېښه په خپله تعقیبوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، یاده قضیه د بهسودو ولسوالۍ په ابتدائیه محکمه کې په دوران کې ده او د روان کال د مرغومي په ۲۷مه د یکشنبې په ورځ به یې د ننګرهار په ښاري محکمه کې په علني توګه قضایي جلسه جوړه شي.
ولسمشر پر دې په ټینګار سره چې په یاده قضیه کې هېڅ ډول بې غوري د منلو وړ نه ده، د هېواد له ټولو عدلي او قضایي بنسټونو غوښتي دي چې د ټولو مشابه جنایتونو او ټولو قضایاوو د عاملینو د عادلانه محاکمې او د مجازاتو په تطبیق کې جدي اقدام وکړي.
د تېرې لېندۍ مياشتې په ٢٣مه د عمراخان په نوم يو تن د بهسودو ولسوالۍ په قلعه ميرزا سيمه کې د يوې کورنۍ اته غړي د هغوى په خپل کور په مرموز ډول وژلي وو.
د ننګرهار والي ويلي وو چې د يادې پېښې عامل نيول شوى او د وژل شوې کورنۍ د مشر "يوسف" ناسکه وراره دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن