کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): ولسي جرګې د دريو تقنيني فرمانونو تر څنګ د دوو قوانينو طرحې هم تصويب کړې چې پر بنسټ يې د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول اخيستل کېږي او د تېلو او اوبلن ګاز حق العبور به دوه برابره شي.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون مشر قيس حسن چې د مخابراتي خدمتونو د محصول طرحه يې جرګې ته وړاندې کړه، ويې ويل چې دا طرحه په دريو څپرکو او ١٤ مادو کې د مخابراتي خدمتونو نه د حکومت له خوا د لس سلنې محصول د اخيستلو په اړه چمتو شوې ده.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د حق العبور قانون د ځينو مادو د تعديل طرحه هم جرګې ته رسېدلې او د دې جرګې د کمېسيونونو د استازو په ناستو کې پرې بحث شوى دى.
د هغه په خبره، د تعديلي طرحې پر بنسټ، د يو لېتر تېلو او اوبلن ګاز حق العبور له يوې افغانۍ دوو افغانو ته لوړېږي او دا پيسې د سړکونو په ساتنه او مراقبت کې لګول کېږي.
د حسن په خبره، له دې وړاندې ولسمشر په دې دوو مورادو کې تقنيني فرمانونه صادر کړي وو، خو دا چې د اساسي قانون له ٧٩مې مادې سره په ټکر کې وو، نو د ولسي جرګې له خوا رد شوي.
د اساسي قانون په ٧٩مه ماده کې راغلي: ((حكومت كولاى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي او كه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.))
په پاى کې د قانون دوې طرحې د ولسي جرګې له خوا د رايو په اکثريت تصويب شوې.
د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذيراحمدزي خبريالانو ته وويل، پر دې دوو طرحو سربېره درې تقنيني فرمانونه هم نن د دې جرګې له خوا تاييد شول.
هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د دغو فرمانونو له ډلې، د هستوي انرژۍ په اړه يو فرمان په ١١ څپرکو او ٥٧مادو او د کرنيزو افتونو په اړه د قانون طرحه په شپږو څپرکو او ٣٠ مادو کې د حکومت لخوا چمتو شوي دي.
هغه وويل، درېيم فرمان د ولسمشر لخوا د تدارکاتو قانون په ځينومادو کې د تعديل په اړه دى په شپږو څپرکو او ٦٧مادو کې ترتيب شوى دى. نوموړي په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل.
د ماليې وزير اکليل حکيمي هم نن په ولسي جرګه کې شتون درلود او د جرګې نننۍ کړنې يې وستايلې.
هغه وويل: ((د حکومت ټول اقدامات د هېواد د پرځان بسياينې لپاره دي او په دې برخه کې د ملي شورا ملاتړ ګټور دى.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن