ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار والي: د درقد اوسېدونکي دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

د تخار والي: د درقد اوسېدونکي دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

author avatar
14 Jan 2016 - 18:00
د تخار والي: د درقد اوسېدونکي دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي
author avatar
14 Jan 2016 - 18:00

تالقان (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): د تخار والي د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته اخطار وکړ چې د تښتېدلو طالبانو له ملاتړه لاس په سر شي.

د تخار والي ډاکټر محمد ياسين ضياء نن په يوه غونډه کې د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته اخطار ورکړ، چې د طالبانو له ملاتړه لاس په سر شي او وسله والو طالبانو ته يې ٢٤ ساعته وخت ورکړی چې د سولې بهير سره يو ځای شي.

ده وويل، هغه طالبان چې وسلې پر ځمکه کېږدي، امنو سيمو کې ورته دندې ورکوي، مرستې ورسره کوي، د سر او د ساتنې ضمانت ورسره کوي.

هغه وايي: ((هغو کسانو ته چې تراوسه يې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی ته يې ډوډۍ ورکړې او ورته يې پناه ورکړې، ابلاغوم چې له دې وروسته دې د هغوی له ملاتړه لاس په سر شي، که نه تاسو هم زموږ خواته د طالب حکم لرئ او قانوني چلند به در سره وشي.))

ياسين ضياء په درقد ولسوالۍ کې د دولتي ادارو د بېرته فعالولو لپاره د سيمې له قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو او سپين ږيرو کمېسيون جوړ کړ، چې د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون د يادې ولسوالۍ دولتي ټول کارکوونکي وګوماري.

دغه کمېسيون د يادې ولسوالۍ له ټولو قومونو جوړ شوی، چې موخه يې د سيمې په کچه د يوې خدمتګذارې ادارې رامنځته کول دي.

د تخار والي د يادې ولسوالۍ ټول دولتي کارکوونکي سرپرستان کړي او يو شمېر چې تر اوسه يې په دندو کې غفلت کړی، له دندې ګوښه کړي او څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي.

ياسين ضياء کمېسيون ته په وينا کې وويل: ((هغه کسان چې د دولتي کارکوونکو په توګه يې ماته را پېژنئ، بايد صادق کسان وي، له طالبانو سره اړيکې و نه لري، خلکو ته تعهد ولري چې په راتلونکي کې درته سر خوږی جوړ نه کړي، که يې کار نه شوای کولی، تاسو پړ ياست.))

د لوی درستيز مرستيال ډګر جنرال مراد علي مراد په درقد ولسوالۍ کې خلکو ته وويل: ((دا لومړی ځل دی چې درقد سقوط کوي، که بل وارې چا له طالبانو سره مرسته وکړه، قانوني چلند به ورسره کوو او د طالب په شان چلند به ورسره کوو.))

د درقد اوسېدونکو د تخار سيمه ييز حکومت له نويو پروګرامونو هرکلی وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې عدالت دې پلی کړي او د امنيت تضمين دې وکړي.

د درقد د ښار يوه اوسېدونکي يعقوب وويل، په تېرو ١٤ کلونو کې يادې ولسوالۍ ته پام نه دی شوی، د بيارغونې پروژې نه دي پلې شوي، خلک په ګڼو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او ټولنيز عدالت ته هېڅ پام نه دی شوی.

نوموړی زياتوي، په دولتي ادارو کې د فساد شتون هم د درقد د سقوط تر ټولو مهم لامل و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.