ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه

په کندوز کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه

author avatar
14 Jan 2016 - 15:53
په کندوز کې يوه نجلۍ له تښتوونکو وژغورل شوه
author avatar
14 Jan 2016 - 15:53

کندوز- زرنج (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): امنيتي چارواکي کندوز ولايت ته د کابل پوهنتون د يوې تښتول شوې محصلې د خوشي کېدو او په نيمروز ولايت کې د يوه ايراني وګړي د نيول کېدو خبر ورکوي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګلباغ وايي چې دا ١٨ کلنه نجلۍ د غزني ولايت اصلي اوسېدونکې ده چې څو ورځې وړاندې له کابل نه د نا څرګندو کسانو له خوا وتښتول شوه او د کندوز امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت د کارکوونکو له خوا په يوه امنيتي پوسته کې خوشي شوه.

هغه زياته، دوه کسان چې له دې نجلۍ سره وو، نيول شوي دي.

جنګلباغ زياته کړه چې دا نجلۍ د کابل د يوه پوهنتون محصله وه چې د کابل ښار د کارته سخي له ساحې د نا پېژاندو کسانو له خوا تښتول شوې وه او د کندوز ولايت د علي اباد ولسوالۍ په عبوري کمربند کې د تښتوونکو له منګولو خوشي شوې ده.

پژواک خبري اژانس ته په ورکړل شوې ويډيو کې ليدل کېږي چې د کندوز امنيتي چارواکي دا نجلۍ خپل پلار ته سپاري او پلار د خپلې لور د خوشي کېدو په بدل کې له امنيتي ځواکونو مننه کوي.

په ويډيو کې دوه نيول شوي کسان هم ليدل کېږي چې لاسونه ته يې ولچک اچول شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان وويل چې دا دوه کسان د پوليسو تر څېړنه لاندې دي چې وروسته به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

نجلۍ چې د نوم يادونه يې نه ده شوې، په دې ويډيو کې وايي: ((څوک مې ونه ليدل، له شا يې په دستمال سترګې را وتړلې، بيا نه يم پوه شوې چې څه وشول، وروسته پوه شوم چې کندوز کې يم، دغو دوو کسانو راته وويل چې که د تلاشۍ پوستو پوښتنه وکړه، ورته ووايه چې له دوى نه يو مې پلار دى.))

هغه زياته کړه، کله چې د پوليسو پوستې ته ورنږدې شوو، پوليس راغلل او ويې ويل چې څو پوښتنې لري، وروسته يې شک وکړ، دا يې له دوو تښتوونکو سره امنيې قوماندانۍ ته راوړه چې دا دی خپل پلار او ورور ته وسپارل شوه او غزني ولايت ته ستنېږي.

په يوه بله پېښه کې په نيمروز ولايت کې يو ايرانی وګړى نيول شوى دى.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلارو وايي چې پوليسو دا شخص چې غوښتل يې په هلمند ولايت کې له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شي، د نيمروز په مرکز زرنج کې نيول شوى دى.

دلارو پژواک ته وويل چې مجتبى ولد حسن بکر، د ايران د کرمان اوسېدونکى دى چې پرون نيمه شپه نيول شوى او اوسمهال د نيمروز په عدلي ارګانونو کې توقيف شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.