ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: د اسلام اباد د سولې غونډه هیله بخښونکې نه وه

خلیلزاد: د اسلام اباد د سولې غونډه هیله بخښونکې نه وه

author avatar
15 Jan 2016 - 18:54
خلیلزاد: د اسلام اباد د سولې غونډه هیله بخښونکې نه وه
author avatar
15 Jan 2016 - 18:54

واشنګټن (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۴): د امریکا پخوانی ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد، د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول شکمن دی او وایي، چې دی د اسلام اباد له څلور اړخیزې غونډې څخه ناهیلی شوی دی.

زلمی خلیلزاد چې په ۲۰۰۵ کال کې په افغانستان کې، تر هغې مخکې په عراق او ملګرو متلونو کې د امریکا سفیر اوځانګړی استازی و، پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د اسلام اباد غونډه هیله بخښونکې نه وه.

تېره اونۍ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون دافغان سولې پروسې په اړه څلور اړخیزه ناسته جوړه شوې وه، که څه هم ددې غونډې کومه ښکاره پایله اعلان نشوه، خو پرېکړه وشوه، چې دویمه غونډه به د مرغومي په ۲۸مه،په کابل کې جوړېږي.

زلمي خلیزاد په دغه مرکه کې ویلي، چې دی د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول ناهیلی شوی او له امریکا یې غوښتل چې پاکستان سره خپلې مرستې د سولې پروسې سره پر همکاریو مشروطې کړي، څو پاکستان ترهګرۍ او وسله والې ډلې د سولې مېز ته راکش کړي. ګ

هغه زیاته کړه : (( د اسلام اباد د تېرې اونۍ غونډه ما لپاره هیله بخښونکې نه وه.))

د خلیلزاد په وینا، پاکستان باید په عمل کې ثابته کړي، چې دغه هېواد به  د ټولو هغو  ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات کوي، چې د سولې پروسې نه یو ځای کېږي.

خو نوموړي وویل، چې پاکستان تر اوسه په دې اړه کومه څرګنده ژمنه نه ده کړې او نه هم د اسلام اباد په غونډه کې د پاکستان لخوا په دې اړه کومه څرګنده شوې ده.

د هغه په وینا، کومې ترهګرۍ ډلې چې د پاکستان له خاورې څخه فعالیت کي، د سولې پروسې سره ورګډ نه شي، نو پاکستان باید په ښکاره اعلان وکړي، چې د دوی پر ضد به جدي اقدامات کوي.

د امریکا دغه پخواني ډیپلوماټ په ډاګه کړه، که چېرې د دغو ترهګرو پر ضد پاکستان جدي اقدامات ونه کړ، نو دا بیا ښکاره خبره ده، چې پاکستان د افغان سولې پروسې سره ریښتینی نه دی.

زلمی خلیلزاد وایي، چې دسولې د پروسې بریالیتوب د پاکستان ریښتینې همکارۍ پورې تړاو لري په دې برخه کې باید پر پاکستان زیات فشار راوړل شي، څو د سولې مېز ته د وسله والو او ترهګرو ډلو راوړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې : ((د اسلام اباد په غونډه کې مې له پاکستانه ډېرې هیلې وې، خو هغه په عمل کې هېڅ ونه شو.))

خلیلزاد اندېښنه څرګنده کړې، چې که د سولې پروسه اوږده شوه او خلکو ته دا باور ورکړل شو، چې دا پروسه په اسانه نه شي بریالۍ کېدای، نو راتلونکی جګړه ییز موسم به ډېر سخت او خطرناک وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.