ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  زابل کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په زابل کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
15 Jan 2016 - 15:11
په  زابل کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
15 Jan 2016 - 15:11

کلات(پژواک ، ٢٥مرغومى ٩٤) :د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په  بېلابېلو  پېښو کې تر شلو زياتو امنيتي سرتېرو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه پېښې د زابل ولايت په شاه جوى او ارغنداب ولسواليو کې رامنځ ته شوي او پر مهال يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي نن ( د مرغومي په ٢٥مه)  پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ مازيګر مهال پوليسو د ارغنداب ولسواليو په اړونده سيمو کې پوستو ته اکمالات کول ، چې پر يوه ټانګ د ماين چاودنه وشوه.

دده په خبره، په چاودنه کې ټانګ ته زيان نه دی اوښتی، خو وروسته چپه شوی چې له امله يې اووه ملي او محلي پوليس ټيپان شوي چې روغتيايي حالت  يې ښه دى .

فراهي زياته کړه، له چاودنې وروسته له وسله والو مخالفينو سره نښته شوې، چې په کې دوه وسله وال وژل شوي ،درې نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله او مهمات هم پوليسو تر لاسه کړي دي .

خو په زابل کی يوې بلې باوري دولتي سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چی د ارغنداب په جګړه او چاودنه کی پنځه پوليس وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

 دغه راز  د امنيت فراهي زياته کړه چې په شاه جوى ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی .

 وسله والو طالبانو د ارغنداب د بريد مسووليت منلی، خو د شاه جوی د عملياتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې چاودنه د داوود په نوم د پوليسو د يوه سيمه ييز  قوماندان په موټر شوې چې پنځه پوليس په کې وژل شوي  او د داوود په ګډون پنځه نور ټپيان دي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.