ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې څلور ماشومان ووژل شول

په کونړ کې څلور ماشومان ووژل شول

author avatar
15 Jan 2016 - 11:46
په کونړ کې څلور ماشومان ووژل شول
author avatar
15 Jan 2016 - 11:46

 اسعد اباد(پژواک،۲۵مرغومی۹۴): د کونړ ولايت  په اسمار ولسوالۍ کې د هاوان د يوې  ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي .

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل وايى چې تېر ماښام د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ په شنګر سيمه کې د هاوان د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله  څلور ماشومان وژل شوي دي .

نوموړی زياتوي چې د هاوان ياده مرمۍ  ماشومانو موندلې او په لاسونوکې يې راخستې وه چې بيا پرې چاودېدلې او دغه ماشوم يې وژلي دي.

قوماندان زياته کړ، په وژل شوو ماشومانوکې چې عمرونه يې له ۸ تر ۱۴ کلونو پورې و ، درې په کې وروڼه او څلورم يې د کاکا زوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.