ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان ته د مڼو صادرات بيا پيلېږي

هندوستان ته د مڼو صادرات بيا پيلېږي

author avatar
16 Jan 2016 - 17:45
هندوستان ته د مڼو صادرات بيا پيلېږي
author avatar
16 Jan 2016 - 17:45

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٤): هندوستان ته د پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان د مڼو د صادراتو په اړه د افغانستان او هندوستان تر منځ رامنځته شوې ستونزه هواره شوې او ډېر ژر به دغه هېواد ته د زرګونه ټنو مڼو صادرات پيل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادراتو امر ميرزمان پوپل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې خونې، نن په کابل کې د هندوستان له سفارت څخه د يادې ستونزې د حل په برخه کې برېښناليک ترلاسه کړى دى.

ده زياته کړه، هندوستان له تېرو پنځو مياشتې راهيسې اجازه نه ورکوله چې د افغانستان مڼې د واګه بندر له لارې ياد هېواد ته صادرې شي.

هغه وويل، نه پوهېږي چې هندوستان هېواد ولې د واګه بندر له لارې دې هېواد ته د مڼو د صادراتو مخه نيولې وه.

نوموړي څرګنده کړه، چې په همدې موخه تر اوسه پورې ډېرې کمې اندازې مڼې صادرې شوې، ځکه په تېرو کلونو کې به يواځې هندوستان هېواد ته ٣٠زره ټنه مڼې صادرېدلې.

پوپل وايي، تېر کلونه د صادراتو ټوليز شمېر شاوخوا څلوېښت زره ټنه ته رسېده، خو سږ کال تر اوسه پورې له افغانستان څخه پاکستان، ترکيې او متحده عربي اماراتو ته يواځې ١٣زره ټنه مڼې صادرې شوې دي.

سرچينې څرګنده کړه، چې په افغانستان کې هر کال د مڼو د حاصلاتو اندازه شاوخوا ١٥٠زره ټنو ته رسيږي.

هغه وويل، د پاکستان د واګه بندر له لارې به هندوستان ته د افغانستان د مڼو صادرات ډېر ژر پيل شي.

نوموړي هيله وښوده، چې سږ کال به هندوستان ته د افغانستان ٢٠زره ټنه مڼې صادرې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي هم ومنله چې هندوستان ته د واګه بندر له لارې د مڼو صادراتو موضوع هواره شوې ده.

نوموړي هم هندوستان هېواد ته د واګه بندر له لارې د افغانستان د مڼو د صادراتو د بندښت په اړه څه ونه ويل، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې د لومړي مرستيال خان جان الکوزي په وينا، هند د نوې پاليسۍ پر بنسټ پرېکړه کړې وه، چې د افغانستان د مڼو صادرات د ايران د عباس بندر له لوري تر سره شي.

د هغه په خبره، د افغانستان او په هندوستان کې د "نيوا شيوا" بندر تر منځ د ايران د عباس بندر له لارې شاوخوا څلور زره کيلومټره لار ده، په داسې حال کې چې د واګه بندر له لارې د افغانستان او هندوستان تر منځ ١٢سوه کيلومټره واټن دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.