ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کبانو روزنې وده کړې

په کندهار کې د کبانو روزنې وده کړې

author avatar
16 Jan 2016 - 14:52
په کندهار کې د کبانو روزنې وده کړې
author avatar
16 Jan 2016 - 14:52

کندهار (پژواک، ٢٦ مرغومى ۱۳۹۴): په کندهار کې د کبانو د فارمونو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوى چې خلکو ته يې د ګټې وټې او کار ښه فرصتونه برابر کړي دي.

تېر کال په کندهار کې د کبانو د فارمونو شمېر ٩٢ و، خو سږ کال يې شمېر ١٧٦ ته رسېدلى او د نوو فارمونو د جوړولو لړۍ لا هم روانه ده.

فضل احمد د کندهار هغه اوسېدونکى دى چې د ښار په لوېديځه څنډه، باغ پُل سيمه کې د کبانو لوى فارم لري چې د کبانو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د کندهار له ارغنداب سيند، دهلې بند او د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته کبان راوړل کېدل، خو ډېره برخه يې له پاکستانه را واردېده.

دى وايي، همدغه ټکي دې ته اړ ايست چې په کندهار کې د کبانو فارم جوړ کړي؛ ځکه په دغه ولايت کې د کبانو د غوښې تقاضا زياته وه، خو فارمونه يې موجود نه وو.

د ده په خبره، دوه کاله وړاندې يې د باغ پل سيمې په دوه جريبه ځمکه کې د کبانو فارم جوړ کړى چې د کبانو واړه بچي يې ورته له جلال اباده راوړل او ډېره ښه پايله يې ورکړې ده.

نوموړي وويل، هر کال له خپل فارم څخه د کبانو نژدې ١٥ زره کيلوګرامه غوښه ترلاسه کوي چې هم په کندهار کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي او هم يې نږدې ولايتونو ته صادروي.

دغه کس يوازې د يوه فارم په جوړولو بسنه نه ده کړې، بلکې له خپل ځان سره يې لسګونه کسان نور هم په کار بوخت کړي دي.

فضل احمد وايي، د کندهار تر څنګ يې په زابل، اروزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې خلکو ته د فارمونو جوړولو لپاره د کبانو زرګونه واړه بچي ورکړي او دغه راز يې د کبانو پخولو څانګې هم پرانيستې چې هره ورځ په سلګونو مشتريان لري.

هغه زياتوي، د خپل فارم تر څنګ په يادو شوو ولايتونو کې له جوړو شوو فارمونو کبان اخلي او بيا يې د خپلو نمايندګيو له لارې بازار ته وړاندې کوي.

ده وويل: ((په روان کال کې مې له نوو جوړو شوو فارمونو ٢٦ زره ٧ سوه کيلوګرامه د کبانو غوښه اخيستې چې هم مې د خپلو ماهي پزيو له لارې پلورلې او هم مې په ازاد ډول په بازار کې پلورلې ده.))

فضل احمد له خپل دې کاره ډېر خوشحاله دى، خو وايي چې دولت دې ورسره د سړو خونو په جوړولو او بسته بندۍ په برخه کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.