ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرو ته حاضر يو

حکومت: له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرو ته حاضر يو

author avatar
17 Jan 2016 - 14:40
حکومت: له ټولو مخالفو وسله والو ډلو سره خبرو ته حاضر يو
author avatar
17 Jan 2016 - 14:40

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): حکومت وايي، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په څلور اړخيزه ناسته کې چې ټاکل شوې سبا په کابل کې جوړه شي، تر ډېره د ژمنو پر عملي کېدو ټينګار کېږي.

دا ناسته د افغانستان حکومت او د دولت د  وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرو د بيا لپاره د يوې اډانې يا چوکاټ جوړولو لپاره جوړېږي.

لومړۍ ناسته د چهار شنبې په ورځ (د مرغومي ٢١مه) په اسلام باد کې جوړه شوه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو او د امريکا او چين ځانګړو استازو په کې ګډون کړى و. په ناسته کې د افغان سولې بهير د مخته وړلو لپاره د ناستو پر دوام ټينګار وشو.

د حکومت چارواکي وايي چې د کابل د څلور اړخيزې ناستې لپاره اړين چمتووالى نيول شوی دی.

د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسلام اباد له ناستې وروسته ټاکل شوې چې سبا(دو شنبې) د کابل په کوربه توب له طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيل لپاره د لارې نقشه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.

هغه زياته کړه، د پاکستان تېرو ژمنو ته په پام سره نه شو کولى چې ډېر هيله من و اوسو، خو دا ځل تر ډېره د ژمنو پر عملي کېدو بحث کېږي، په ناستو کې د امريکا او چين شتون مهم دى د څلور اړخيزو ناستو د پايلو لپاره هيله ډېروي.

خو فيصل زياته کړه: ((موږ د څلورګونو ناستو پايلو ته انتظار يو، که چېرې مثبته پايله ولري، دا به خپله زموږ او ټولو افغانانو لپاره يو زېرى وي، خو که چېرې زموږ له تمې سره سمې پايلې ونه لري، اړينه ده چې د سولې د خبرو اوسنۍ کړنلاره کې بدلون راشي.))

د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند وويل: ((موږ حاضر يو چې له ټولو وسله والو مخالفو ډلو سره خبرې وکړو، خو له هغو بهرنيو ترهګرو او افغاني وسله والو ډلو سره به چې د سولې پروسې سره لېوالتيا نه لري، له هرې بديلې لارې کار واخيستل شي.))

د سولې عالي شورا هم د څلورګونو ناستو پايلو ته هيله لري، خو ټينګار کوي چې له دې ناستو تر لاسه شوى چوکاټ بايد جامع وي او وکولى شي چې په هېواد کې  د جګړې د پاى ته رسېدو او تلپاتې سولې د راتګ سبب شي.

د سولې شورا د نړيوالو چارو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار پژواک ته وويل چې د لارې نقشې  جوړېدو لپاره څلور اړخيزې ناستې به دوام ولري او هغې فضا ته په پام سره چې د اسلام اباد څلور اړخيزه ناسته کې رامنځته شوې، کولى شو چې لږ تر لږه لنډمهالې مثبته ارزونه ولرو.

هغه زياته کړه: ((موږ د دې غوښتنه کوو چې د جامع لارې يوه نقشه شتون ولري، څو وکولى شي چې په واقعي ډول هغه برخې ته ورسېږي چې جګړې او وينه تويېدنه بنده شي، تلپاتې او عادلانه سوله مې ټولنې ته ستنه شي.))

قاسميار وويل چې په دې ناستو کې چين او امريکا هم ونډه لري او هيله ده چې مسايلو ته له رېښتني ليد لوري وګوري، يواځې سياستونه دې پام کې نه نيول کېږي، بايد موجود واقعيتونه په پام کې ونيول شي او په دې ناستو کې د افغانستان استازى بايد دقيق، ويښ او خبر وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.