ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د کابل دولتي روغتونونو کې له ناسم چلند او پیسو اخیستو څخه شکایت کوي

خلک د کابل دولتي روغتونونو کې له ناسم چلند او پیسو اخیستو څخه شکایت کوي

author avatar
17 Jan 2016 - 16:18
خلک د کابل دولتي روغتونونو کې له ناسم چلند او پیسو اخیستو څخه شکایت کوي
author avatar
17 Jan 2016 - 16:18

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومی ٩٤): په ځينو دولتي روغتونونو کې د پيسو اخيستل، د ناروغ لرونکو لپاره د اوسېدو نامناسب ځاى او له ناروغانو سره د نرسانو ناسم چلند، د دې لامل شوي څو خلک شکايت وکړي.

هغوى وايي چې له يو لوري انتظار خونې سړې دي او له بل پلوه څو چې خدمت کوونکو او نرسانو ته پيسې ورنه کړل شي، له ناروغانو سمه څارنه نه کوي.

ناروغ لرونکي شکايت کوي کله چې قابلې ناروغان معاينه کوي، په ناسم چلند او لوړ غږ هغوى سپکوي او رټي، ان د دغو چيغو له امله د اميندوارو مېرمنو دردونه ورک کېږي او د دې لامل ګرځي چې زېږون څو ورځې شا ته ولوېږي.

دغه شکايتونو د پژواک خبري اژانس له خبريالې سره د کابل ښار استقلال او رابعۀ بلخې روغتونونو له ولادي- نسايي برخې نه د کتنې پر مهال شريک شوي دي.

مژګان چې څېره يې ژېړبخونه، وچې شونډې او ځګروى يې کاوو، وويل، د روغتيايي ستونزې له امله عمليات شوه او ماشوم يې چې نجلې ده، له ګېډې را و ايستل شو.

دا ناروغه په استقلال روغتون کې بستر وه، ډاکټر ته په کتو يې زياته کړه چې له نوموړې سره د روغتون د ډاکترانو او مسوولين چلند خورا سم و.

خو د دې ناروغې خور عاقله چې د خپلې خور د بستر خوا ته ناسته وه وويل: "قابلې د معاينې پر مهال له ناروغانو سره خورا ناسم چلند کوي او خاله ګانې ناز او نخرې کوي چې پيسې ور نه کړې، د ناروغ کار نه کوي."

نوموړې زياته کړه، تر څو چې د خور خاوند خدمت کوونکې (خالګکې) ته پيسې ور نه کړې هغه ته يې د ناروغ خونې ته د ورننوتو اجازه ور نه کړه او د خور او ماشوم جامې يې را نه وړې.

عاقلې زياته کړه هر ځل خدمت کوونکې ته سل افغانۍ ورکوي څو د خور له خاوند څخه يې د خپلې خور جامې راوړي او کله چې ناروغ رخصت شي د شېريني په نوم يو اندازه پيسې ترې اخلي.

په همدې خونه کې يوه بله مېرمن هم بستر وه چې په کمزوري غږ يې وويل که خدمت کوونکو ته پيسې ور نه کړل شي، اصلاً احساس نه لري او د ناروغ په فکر کې هم نه دي.

نوموړې چې نوم يې و نه ښود زياته يې کړه: "د يو ډاکتر وريندارې زېږون کاوو، داسې ولادت يې ورکړ او خدمت يې ورته وکړ چې پوښتنه يې مه کوى!"

خو د پرې ګل په نوم يوې خدمت کوونکې چې دهلېز يې پاکاوو، وويل چې نوموړې او همکارانو يې هېڅکله له ناروغ لرونکو پيسې نه دې غوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.