ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو د مرموزې وژنې عامل  په اعدام محکوم شو

د بهسودو د مرموزې وژنې عامل په اعدام محکوم شو

author avatar
17 Jan 2016 - 17:43
د بهسودو د مرموزې وژنې عامل  په اعدام محکوم شو
author avatar
17 Jan 2016 - 17:43

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۴): د ننګرهار د بهسودو ابتدائيه محکمې په دې ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د اتو کسانو د مرموزې وژنې قاتل په اعدام محکوم کړ.

د ليندۍ په ۲۰مه، دبهسودو دقلعه ميرزا په سيمه کې نامعلوموکسانو ديوسف په نامه د يوه ځايي اوسېدونکي د کورنۍ اته غړي په مرموزل ډول ووژل، خو لس ورځې وروسته (د ليندۍ ۳۰مه) د ننګرهار پوليسو د عمراخان په نامه يو تن،چې د يوسف ناسکه وراره و، په دې تور ونيوه او قضايي ارګانونو ته يې وسپاره.

د ننګرهار د استيناف په محکمه کې نن د مرغومي په ۲۷مه د نيول شوي کس علني محاکمه ترسره شوه، چې نوموړی په کې په اعدام محکوم شو.

د دې پېښې د پلټونکي قضايي پلاوي مشر او د بهسودو د ابتدائيه محکمې رييس قضاوتمندنېک محمد زاهد د محاکمې د جريان تر اورېدو وروسته اعلان وکړ، چې عمراخان د وژل شوو کسانو په وژلو مجرم پېژندل کېږي.

ده وويل: ((ته،عمراخان دپکتياداريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکی،دابتدائيه محکمې له لوري ديوسف په ګډون د هغه د کورنۍ د اتو غړو د قتل په غبرګون په اشد مجازات يا اعدام محکوم شوې.))

زاهد وايي، دا پرېکړه د ابتدائيه محکمې ده او محکوم کس د استيناف غوښتنې حق لري.

د بهسودو په ياده پېښه کې د يوسف په ګډون د هغه مور، مېرمنه، څلور لوڼې او يو زوی وژل شوي وو، چې دې پېښې په ملي کچه غبرګونونه راپارولي وو.

تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني ويلي و، چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د وژلو قضيه په خپله تعقيبوي او د مرغومي په ٢٧مه به يې په اړه علني قضايي جلسه جوړه شي.

ولسمشر ټينګار کړى و، چې په ياده قضيه کې هېڅ ډول بې غوري د منلو وړ نه ده.

د مقتولې کورنۍ يوې خپلوانې حاکيمې تر دې علني محکمې وروسته له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل: ((ټولې دنيا وليده، چې څومره ظلم يې کړی و، زه ډېره خوشاله يم چې دا قاتل په اعدام محکوم شو.))

هغې غوښتنه وکړه، چې اړوندې حکومتي ادارې بايد محکوم کس ژر تر ژره په خپله سزا ورسوي.

د اعدام په سزا محکوم عمراخان په دې قتل کې لاس لرل ردوي، خو د ليندۍ په ۳۰مه د ننګرهار د ولايت مقام  له لوري په خپاره شوي ويډيويي فلم کې عمراخان په خپل جرم اعتراف کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.