ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي: کابل بايد له دې وروسته بې ښارواله نه وي

د مشرانو جرګې غړي: کابل بايد له دې وروسته بې ښارواله نه وي

author avatar
17 Jan 2016 - 16:46
د مشرانو جرګې غړي: کابل بايد له دې وروسته بې ښارواله نه وي
author avatar
17 Jan 2016 - 16:46

کابل(پژواک، ٢٧مرغومى ٩٤): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې ډېر ژر دې د کابل ښار يو اوسېدونکى د کابل ښاروال په توګه وټاکل شي او دا ښار دې له دې وروسته بې ښارواله نه پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني کابل ښاروال محمد يونس نو انديش، د روان کال د مرغومي په لومړۍ نېټه استعفا وکړه او له هغه وروسته دا اداره د سرپرست لخوا اداره کېده، خو له تېرو شاوخوا دوو اونيو راهيسې سرپرست ښاروال هم ګوښه شوى دى.

 په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي فرهاد سخي په نننۍ ناسته کې وويل:((د کابل خلک له ستونزو سره مخ دي، خو په ښاروالۍ کې مسوول کس نشته، دوه اوونۍ کېږي چې سرپرست هم لرې شوى او خلک په ښاروالۍ کې ښکته پورته کېږي، خو څوک نشته چې کار يې وکړي.))

د نوموړي په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل ښار ستونزې ډېرېږي، له دې وروسته بايد د هېواد پلازمېنه بې ښارواله پاتې نه شي.

 نوموړي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې د کابل يو اوسېدونکى د کابل د ښاروالۍ په توګه وټاکي.

ددې جرګې بل غړي نثار حارس وويل:((د کابل خلک نالوستي نه دي، د کابل ټول پوستونه نورو خلکو ته ورکړل شوي، يو کابلى بايد د کابل د ښاروال په توګه غوره شي.))

هغه هم د حکومت پر مشرانو نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې له يوه کال راهيسې ښاروالي د سرپرست لخوا اداره کېږي، خو دې پست ته څوک نه دي ور پېژندل شوي.

 د حارس په خبره، که چېرته د کابل له اوسېدونکو پرته بل څوک د ښاروال په توګه وټاکل شي، نو کابل ښاريان به اعتراض وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د کابل د ښاروال  پر معرفي ټينګار وکړ او ويې ويل:((زه هم د حکومت له مشرانو غواړم چې يو کابلى دې د کابل د ښاروال په توګه معرفي کړي.))

هغه زياته کړه:((د کابل د خلکو حق دى، هر خوا د کثافاتو ډېرۍ پرتې دي او څوک نشته چې خلکو ته ځواب ووايي.))

 مسلميار د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې له بېلابېلو قومونو څخه درې مجرب او مسلکي کسان د ښاروال په توګه ارګ ته وړانديز شوي، خو د يوه د ټاکنې په اړه بحث روان دى.

دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون د ١٤١مې مادې له مخې، د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشکيلېږي، ښاروال او د ښاروالۍ د ناستو غړي د ازادو،عمومي، پټو او مخامخ ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.