ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هلمند ته د پلاوو سفرونه نمایشي او د شخصي ګټو لپاره وو”

“هلمند ته د پلاوو سفرونه نمایشي او د شخصي ګټو لپاره وو”

author avatar
17 Jan 2016 - 13:29
“هلمند ته د پلاوو سفرونه نمایشي او د شخصي ګټو لپاره وو”
author avatar
17 Jan 2016 - 13:29

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ مرغوی ۹۴): د هلمند د ولایتي شورا او مدني ټولنو ځيني غړي وايي، ټول هغه پلاوي چې د دغه ولايت د امنيتي حالاتو د څېړلو په موخه ورغلي دي، نمایشي او يا هم د شخصي ګټو لپاره وو.

د هلمند په څو ولسواليو کې له څو کلونو راهيسي جګړې روانې دي او له شاوخوا دریو مياشتو رهیسې د دغه ولايت په مرکزي سيمو کې هم جګړې پيل شوې دي.

په ياده موده کې تر اوسه د ملي شورا د غړو په ګډون څو ځلې حکومتي پلاوو د دغه ولايت د امنيتي حالاتو د جاج اخيستنې په موخه سفرونه کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیراحمد شاکر د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه څو ځلې د ملي شورا د غړو په ګډون نورو حکومتي پلاوو دغه ولايت ته سفرونه کړي دي.

هغه وويل: ((د ملي شورا غړي راغلل او ژمنې يې وکړې چې د نظامي ځواکونو په شتون کې به د خلکو پر همغږي کولو کار کوي خو پر خپلو ژمنو ونه درېدل، یوازې ځيني کسان يې مقرر کړل.))

د ده په وینا، په ځینو وختونو کې دغه ډول پلاوي د پيسو د لاسته راوړنې او يا هم تر خپل اغېز لاندې د سيمه ييزو چارواکو د راوستنې په موخه دغه ډول سفرونه کوي.

ده وويل چې دغه ولايت ته راغلي پلاوي بايد پر حکومتي مشرانو فشار راوړي تر څو هلمند ته تازه دمي سرتېري او امکانات واستوي.

دغه راز د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده هم وویل چې د دې ډول پلاوو راتلل او څېړنې تکرار شوي دي او تر اوسه يې مثبته پایله هم نه لرله.

هغه زياته کړه: ((دغه ډول سفرونه ټول د شخصي ګټو لپاره دي نور بايد دغه ډول سفرونه ونه شي.))

بلخوا د هلمند د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد هم وويل چې حکومت بايد دغه ولايت ته بې واکه پلاوي وانه استوي.

ده وويل: ((ولسمشر دې دغه ډول بې صلاحيته پلاوي موږ ته نه راستوي، خپله دې يو ځل هلمند ته سفر وکړي او هر څه دې له نږدې وګوري.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هلمند ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه اوس يې هم د دغه ولايت ډېره برخه له وسله والو مخالفينو سره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.