ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: هغه چې سوله نه غواړي بايد ووژل شي

مسلميار: هغه چې سوله نه غواړي بايد ووژل شي

author avatar
18 Jan 2016 - 14:24
مسلميار: هغه چې سوله نه غواړي بايد ووژل شي
author avatar
18 Jan 2016 - 14:24

جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۴): د مشرانو جرګې رييس وايي، له هغه چا سره بايد سوله وشي چې  سوله غواړي، نه له هغوی سره چې د سولې مخالف دي.

فضل هادي مسلميار دا څرګندونې د مرغومي په ۲۸مه د جلال اباد د تېرې ورځې د ځانمرګي بريد د يو شمېر وژل شوو د جنازې په مراسمو کې وکړې.

تېره ورځ په جلال اباد کې د شينواور د قومي مشر ملک عثمان او د ولسي جرګې د غړي ډاکټر عصمت شينواري په يوه مېلمستون کې ځانمرګي بريد ۱۳ کسان ووژل او ۱۴ نور يې ټپيان کړل.

په وژل شوو کې د ولسي جرګې د دغه غړي ورور او درې تنه د تره زامن یې او په ټپيان کې په خپله ملک عثمان او د هغه يو زوی شامل دي.

د مرغومي په ۲۸مه د جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د يادې کورنۍ د پنځو غړو جنازه وشوه چې د مشرانو جرګې د رييس په ګډون په کې ولايتي چارواکو او سلګونه قومي استازو برخه اخيستې وه.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د دغو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ له هغه چا سره سوله کوو چې سوله غواړي، خو چې موږ وژني هغوی بايد ووژل شي.))

د مشرانو جرګې رييس مخالف وسله وال د افغانستان دښمنان وبلل او په خبره يې د پرديو په لمسون په هېواد کې ګډوډيو او نا امنيو ته لمن وهي.

مسلميار وويل: ((دښمن چې ځانونه د اسلام ټيکه دارن بولي، موږ وژني، خو تاسو ګورئ چې نن موږ د قران د حافظانو جنازې وکړې، له دې معلومېږي چې دښمن د پردي اجير او غلامان دی او د هغو په لمسون زموږ خلک او مشران وژني.))

بلخوا د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې رييس ملک نذير رسنيو ته وويل: ((د ملک عثمان زوی سميع الله موده مخکې وسله والو تښتولی و چې ده يې په بدل کې څلور وسله وال ونيول او بيا يې تبادله وکړه، پرون د هغه د راخوشي شوي زوى مبارکۍ ته خلک راغلي وو چې وسله والو ورته ځانمرګی راولېږه او بريد يې پرې وکړ.))

ملک نذير ونه ويل چې د ملک عثمان زوی کومې وسله والې ډلې تښتولی و.

طالبانو د دغه بريد پړه نه ده اخيستې او نه هم داعش وسله والو په دې تړاو رسنيو ته څه ويلي دي.

د سولې د ولايتي کمېټې رييس وايي: ((موږ دا پېښه غندو، له يوې خوا د سولې خبرې روانې دي او بلخوا دا ظالمان ځانمرګي بريدونه کوي چې د خلکو زړه له سولې توروي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.