ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژانده کسانو کابل ښار کې د نجونو يو ښوونځى وسوځاوه

ناپېژانده کسانو کابل ښار کې د نجونو يو ښوونځى وسوځاوه

author avatar
18 Jan 2016 - 18:47
ناپېژانده کسانو کابل ښار کې د نجونو يو ښوونځى وسوځاوه
author avatar
18 Jan 2016 - 18:47

کابل ( پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤ ): ناپېژاندو وسله والو کابل ښار ته څېرمه  د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند احمدشاه بابا مينه (ارزان قيمت) کې د نجونو د ښوونځي يوه برخه سوځولې ده.

د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرزاد نن (مرغومي ٢٨ مه ) پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې ناپېژاندو کسانو کابل ښار کې د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند احمدشاه بابا مينه سيمه کې يوه ښوونځي ته اور اچولى دى.

 نوموړي زياته کړه :" ناپېژاندو کسانو ددې لېسې څوکېدار عبدالله له وهلو ټکولو څخه وروسته ددې ښوونځي په کتابتون کې بندي کړى او کتابتون ته يې اور اچولى چې په پايله کې څوکېدار وژل شوى دى."

تر اوسه ددې پېښې مسووليت کوم چا يا ډلې پر غاړه نه دى اخيستى؛ خو د امنيتي ځواکونو له لوري په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

په ورته وخت کې د کابل ١٠١ اسمايي زون د جنايي تحقيقاتو مشر مل پاسوال فريدون عبيدي پژواک ته وويل چې لومړنۍ موندنې ښيي چې ښايي دا پېښه د شخصي تربګنۍ له امله رامنځ ته شوې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.