کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): د افغانستان ، پاکستان، چين و امريکا د څلور اړخيزې ناستې دويمه غونډه نن په کابل کې پيل شوه چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرو د بيا پيل لپاره به "د لارې نقشه" په کې څرګنده شي.
دا ناسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په وينا پرانيستل شوه چې په کې د بېلابېلو هېوادونو استازي او حکومتي چارواکي ګډون لري.
د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دې ناستې ډېر بحثونه به د حکومت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې خبرو د بيا پيل لپاره د نقشې پر جوړولو متمرکز وي او حکومت به څرګنده طرحه وړاندې کړي.
د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا ته په غونډه کې وويل چې څلور اړخيزه ناسته د خبرو د پيل اډانې او سولې ته د رسېدو لپاره جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((هيله لرم چې د خبرو خواوې دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره رښتينې هکاري وکړي او په کابل کې د سولې خبرو پيل، عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره زموږ هوډ څرګندوي.))
اجرايي مشر وايي چې د سولې خبرې په هېڅ ډول هم د جګړې او ترهګرو پر وړاندې د مبارزې درولو معنا نه لري. حکومت په ټوله معنا سره د ترهګرو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
عبدالله زياته کړه چې حکومت او د افغانستان متحدين هېڅکله هم له داعش او ترهګرو سره معامله نه کوي. په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې وروستيو بريدونو څرګنده کړه چې حکومت د ترهګرو د ځپلو لپاره پرېکنده هوډ لري.
لومړۍ څلور اړخيزه ناسته، د چهار شنبې په ورځ (د مرغومي په ٢١مه) په اسلام باد کې جوړه شوه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو او د امريکا او چين ځانګړو استازو په کې ګډون کړى و. په ناسته کې د افغان سولې بهير د مخته وړلو لپاره د ناستو پر دوام ټينګار وشو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن