کندهار(پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤): ځينې کسان د کندهار د ګمرک او ترانسپورټ رياستونو پر کړنو نيوکې کوي، خو چارواکي وايي چې د چارو د سمون لپاره هڅې کوي او تېر مالي کال يې د عوايدو کچه هم لوړه شوې ده.
د کندهار د ګمرک او ترانسپورټ رييسانو نن په يوه ناسته کې خلکو ته د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او په دې اړه د خلکو له پوښتنو سره مخ شول.
د کندهار د ګمرک رييس صالح محمد نېکزاد وويل،چې دغه رياست په تېر مالي کال کې چې د مرغومي په لومړۍ نېټه پاى ته ورسېد، څه باندې ٤.٩ ميليارده افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.
د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ګمرک ته په دې کال کې د ماليې وزارت له خوا د عوايدو لپاره٢،٧ ميليارډه افغانۍ هدف ورکړل شوى و.
دى وايي چې په ١٣٩٣ مالي کال کې کې د کندهار د ګمرک ټول عوايد ٢ ميليارډه او ١٨٠ ميليونه افغانۍ وو.
نېکزاد د عوايدو د لوړوالي لاملونه په اداره کې اصلاحات، د موټرونو په بشپړه توګه تخليه، له محصول څخه د تېښتې مخنيوى او نور يادل کړل.
دى وايي، چې په ګمرک کې د توکيو کيفيت ته هم پوره پاملرنه شوې او ه دې لړ کې د ١٥٠٠ کارتنه درمل د ټيټ کيفيت له امله مسترد شوي او پاکستان ته لېږل شوي او په زرګونو تاريخ تېرې هګۍ او نور توکي يې له منځه وړي دي.
د کندهار د ترانسپورټ رييس نجيب احمدي وويل، په تېر مالي کال کې يې له خپلو پنځو بندرونو ١٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي، چې د تېر په پرتله په کې ٢٩ سلنه زياتوالى راغلى دى.
هغه زياته کړه، د عوايدو د ډېرېدو لامل د ترازوګانو ښه فعاليت، په موټرونو کې د اضافه بار مخنيوى، پر بندرونو نظارت او په چارو کې اصلاحات دي.
ده دا هم وويل چې په کندهار کې يې د ټرانسپورټ شرکتونو د نظم لپاره هلې ځلې کړې او ٨ هغه شرکتونه يې تړلي چې فعاليت يې معياري نه و.
هغه وايي چې په دې وروستيو کې يې د ميوند، ژيړۍ، ډنډ او شاوليکوټ ولسواليو لپاره ټرانسپورټي شرکتونه رسمي کړي، چې له مخې يې خلکو ته اسانتياوې ډېرې شوې دي.
خو ده په ترانسپورټي برخه کې د ځينو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې ښاروالۍ ژمنه کړې چې د ښار په څنډو کې به لويو موټرونو او د ښار په دننه کې د ټکسي موټرونو لپاره شاوخوا ٤٠ تم ځايونه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن