ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرجنګ : د هلمند ځينو سيمو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي دي

سرجنګ : د هلمند ځينو سيمو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي دي

author avatar
19 Jan 2016 - 16:09
سرجنګ : د هلمند ځينو سيمو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي دي
author avatar
19 Jan 2016 - 16:09

لښکرګاه(پژواک، ۲۹ مرغومی۹۴):دهلمند امنيتى چارواکې وايي چې د امنيت د ټينګښت په موخه ددې ولايت يو شمېر سيمو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي خو اوس هم ځينې ستونزې شتون لري.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د مرغومي په ٢٩مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې په دې ولايت کې د امنيت دټينګښت په موخه ځينو سيمو ته تازه دمي سرتېري استول شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې ددې ولايت سنګين او خانشين ولسواليو ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او ډير ژر به يې امنيتي حالات سم شي.

قوماندان وايي چې د يو شمېر سيمو د امنيت د ټينګښت په موخه يې پلانونه هم جوړ کړي دي او ډير ژر به يې پلي کړي.

سرجنګ وايي چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت په موخه بهرني ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره د هوايي بريدونو په برخه کې مرستې کوي.

هغه دا هم وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.

ده وويل چې د يادو عملياتو پرمهال لس طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

خو د هلمند د والي وياند عمرځواک بيا وايي چې وسله وال مخالفين د افغان امنيتي ځواکونو له نيمګړتياوو څخه پوره ګټه پورته کوي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: (( کله چې امنيتي ځواکونه په مارجې ولسوالۍ کې په جګړه بوخت و نو وسله والو مخالفينو په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.))

خو ځواک ډاډ ورکړ چې تر دې وروسته به وسله وال مخالفين ونه شي کولى ددې ولايت کومه سيمه تر خپلې ولکې لاندې راولي ځکه دې ولايت ته تازه دمي سرتېري رسېدلي دي.

خو د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالتواب پژواک ته وویل چې تېره شپه په مرکز لښکرګاه کې سخته جګړه روانه وه.

هغه زياته کړه : (( موږ له ډير نږدې د وسلو غږ اورېده ، موږ يې ډير په تشويش کې کړي و.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.