ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د ليمو حاصلات ډير شوي

په تخار کې د ليمو حاصلات ډير شوي

author avatar
19 Jan 2016 - 15:39
په تخار کې د ليمو حاصلات ډير شوي
author avatar
19 Jan 2016 - 15:39

تالقان(پژواک،٢٩مرغومى٩٤):په تخار کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د ليمو د باغونو شمېر زيات شوى او  د حاصلاتو کچه يې هم لوړه شوې ده.

د تخار ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر سيديحيى د مرغومي په٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په ینګي کلا، خواجه بهاءالدین، دشت کلا او ځينو نورو ولسواليو کې د ليمو باغونه ډير او د حاصلاتو کچه يې لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي:((شاوخوا ۶ کاله مخکې د لیمو اصلاح شوي نیالګي مو له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه راوړل خو  د تخار سړې هوا ته په کتو سره موږ دا فکر نه کاوه چې نتیجه به ورکړي  خو اوس چې ګورو ښه نتيجه يې ورکړې ده.))

د هغه په وينا، سږ کال د تخار ولايت د ليمو له باغونو څخه سلګونه کيلو ليمو بازار ته وړاندې شوي دي.

ده وويل چې که د دې ولايت د ليمو په باغونو اړينه پانګونه شي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به تخار د هېواد په کچه د ليمو له سترو توليدونکو ولايتونو څخه وي.

په تالقانو ښار کې د تازه ميوې سوداګر جمال الدين هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دې ولايت کې د ليمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه وايي چې ددې ولايت له ينګي کلا، خواجه بهاءالدين او دشت کلا ولسواليو څخه هره ورځ  بازار ته ليمو راوړل کيږي.

هغه زياته کړه: (( درې کاله مخکې چا د تخار د ليمو په نوم څه نه پېژندل خو اوس بازار پرې ډک دى او د تخار ليمو هم غټ دي او هم ښه کيفيت لري.))

د جمال الدين د معلوماتو له مخې، د ليمو سوداګر له بڼوالو څخه ٧ کيلو ګرامه ليمو په پنځه سوه افغانيو پيري او بيا يې پر هټۍ والو په شاوخوا شپږ سوه افغانيو   پلوري.

د دشت کلا ولسوالۍ د ليمو بڼوال عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د ليمو له حاصلاتو او عوايدو ډير خوښ دى.

ده وويل: (( په ژمي کې لږه خواري غواړي له يخنۍ څخه بايد وساتل شي نور کوم خاص زحمت نه غواړي او ښه ګټه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.