تالقان(پژواک،٢٩مرغومى٩٤):په تخار کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دې ولايت کې د ليمو د باغونو شمېر زيات شوى او د حاصلاتو کچه يې هم لوړه شوې ده.
د تخار ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر سيديحيى د مرغومي په٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په ینګي کلا، خواجه بهاءالدین، دشت کلا او ځينو نورو ولسواليو کې د ليمو باغونه ډير او د حاصلاتو کچه يې لوړه شوې ده.
هغه زیاتوي:((شاوخوا ۶ کاله مخکې د لیمو اصلاح شوي نیالګي مو له ګاونډي هېواد تاجکستان څخه راوړل خو د تخار سړې هوا ته په کتو سره موږ دا فکر نه کاوه چې نتیجه به ورکړي خو اوس چې ګورو ښه نتيجه يې ورکړې ده.))
د هغه په وينا، سږ کال د تخار ولايت د ليمو له باغونو څخه سلګونه کيلو ليمو بازار ته وړاندې شوي دي.
ده وويل چې که د دې ولايت د ليمو په باغونو اړينه پانګونه شي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به تخار د هېواد په کچه د ليمو له سترو توليدونکو ولايتونو څخه وي.
په تالقانو ښار کې د تازه ميوې سوداګر جمال الدين هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دې ولايت کې د ليمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
هغه وايي چې ددې ولايت له ينګي کلا، خواجه بهاءالدين او دشت کلا ولسواليو څخه هره ورځ بازار ته ليمو راوړل کيږي.
هغه زياته کړه: (( درې کاله مخکې چا د تخار د ليمو په نوم څه نه پېژندل خو اوس بازار پرې ډک دى او د تخار ليمو هم غټ دي او هم ښه کيفيت لري.))
د جمال الدين د معلوماتو له مخې، د ليمو سوداګر له بڼوالو څخه ٧ کيلو ګرامه ليمو په پنځه سوه افغانيو پيري او بيا يې پر هټۍ والو په شاوخوا شپږ سوه افغانيو پلوري.
د دشت کلا ولسوالۍ د ليمو بڼوال عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د ليمو له حاصلاتو او عوايدو ډير خوښ دى.
ده وويل: (( په ژمي کې لږه خواري غواړي له يخنۍ څخه بايد وساتل شي نور کوم خاص زحمت نه غواړي او ښه ګټه لري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن