خوست (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٤): په خوست کې د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير او ځينو نورو دولتي چاروکو له لوري ۳۲ پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دې پرمختيايي پروژو کې پلونه، سربندونه، د څښلو اوبو څاه ګانې، د څښاک اوبو ذخيرې، کليوالي سړکونه، پولګوټي او د بيارغونې نورې لويې او وړې پروژې شاملې دي.
د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير نصیراحمد درانی وايي، چې دغه پروژې د تېر يوه کال په موده کې د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلې شوې دي.
وزير دراني نن د مرغومي په۳۰مه د خوست په اسمعيل خېلو او مندزويو ولسوالی کې د يوه پله د پرانېستې پرمهال پژواک اژانس ته وويل، چې پر يادو ټولو پرمختيايي پروژو ۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه وويل: ((د دغه پله ترڅنګ موږ ۳۱ نورې پرمختيايي پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارلې او په استازيتوب مو د دې يوې پروژې ګټې اخيستنې ته د سپارلو پټۍ پرې کړه.))
د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير نصيراحمد دراني دغه راز وويل، دې ولايت ته د نوموړي د سفر بله موخه بې روزګارو ځوانانو ته د کار د زمينې برابرول دي.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، د يادو کليوالي پرمختيايي پروژو په پلې کېدو سره په يوه وخت کې زرګونو کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې.
نوموړي وويل، په نږدې راتلونکې کې به د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د ځينو نورو اړينو پرمختيايي پروژو د جوړېدو کارونه هم پيل شي.
هغه زياته کړه: ((هغه څوک چې له دې پروژو نه ګټه اخلي، د هغوی شمېر زرګونه کسانو ته رسېږي، ان شاءالله په راتلونکي کې به د يو شمېر نورو پروژو شاهدان واوسو.))
د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالی يوه قومي مشر حاجي جلندر شاه پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، د يادو پروژو په پلي کېدو سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې.
هغه د کليو د پراختيا او بيارغونې له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د نورو اړينو پرمختيايي پروژو د پلې کولو په برخه کې خپله پاملرنه زياته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن