ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فېسبوک له لارې ودونه څه پايلې لري؟

د فېسبوک له لارې ودونه څه پايلې لري؟

author avatar
20 Jan 2016 - 15:41
د فېسبوک له لارې ودونه څه پايلې لري؟
author avatar
20 Jan 2016 - 15:41

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): ځينې نجونې او هلکان چې د فيسبوک له لارې سره اشنا شوي او ودونه يې کړي دي، خوشحاله ژوند، خو يو شمېر نور د فيسبوک له ياد پيوند څخه ناوړه خاطرې لري.

پخوا چې په هېواد کې انټرنېټ شتون نه درلود، يو شمېر ځوانانو به له نږدې له يو بل سره کتل او د يو بل په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته يې واده کاوو؛ خو په وروستۍ يوه لسيزه کې چې انټرنېټ رامنځته شو، يو شمېر ځوانان او نجونې له دې لارې له يو بل سره جوړېږي او دونه کوي.

دغو کسانو يو بل مخامخ نه وي ليدلي؛ خو فېسبوک، وايبر او ټوېټر له ټولنيزو پاڼو او نورو انټرنېټي امکاناتو څخه د يو بل شخصيت او ژوند په اړه معلومات ترلاسه کوي چې په پايله کې دا انټرنېټې اړيکه د ودونو لامل ګرځي.

د هرات ولايت اوسېدونکې فاضله وايي چې خاوند يې د فېسبوک له لارې موندلى دى، له واده څخه يې څه باندې لس کاله تېرېږي او درې نجونې لري.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دنيا د بدلون په حال کې ده، پرمختګ دا ايجابوي چې نجلۍ او هلک خپل برخليک خپله وټاکي چې دا په اسلام کې هم جواز لري چې نجلې او هلک بايد مخکې له ايجاب او قبول څخه يو بل وګوري او د يو بل نظرونه واوري.

فاضله چې په څېره يې خندا خپره وه زياته يې کړه: "دوه کاله مې له کورنۍ څخه په پټه توګه له خپل خاوند سره فېسبوکي اړيکه درلوده، چټ به مو کاوو، د وايبر او موبايل له لارې به مو خبرې کولې، څو چې مو يو بل په سمه توګه نه و پېژندلي مرکه مې نه منله؛ کله مې چې د خپل هلک ملګري په اړه معلومات بشپړ شول، اجازه مى ورکړه چې ريبار راولېږي، وروسته مو يو بريالى واده ترسره کړ."

ياده مېرمن چې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې ده، وېې ويل چې تر اوسه خوشحاله ژوند لري او که منځ کې کوم نزاکت پيدا شي، هغه په زغم او تفاهم سره هواروي.

فاضله چې د کور مېرمن ده، زياته يې کړه چې خاوند يې سوداګر او با ادبه انسان دى او که کومه ستونزه رامنځته شي، هغه له پامه غورځوي، نو ځکه يې ژوند کې تاوتريخوالى ځاى نه لري.

ځينې کورنۍ چې اولادونه يې د فېسبوک له لارې ودونه کړي دي، مسووليت يې له خپلې غاړې خلاص بولي.

٥٤ کلن عبدالقيوم چې په دې وروستيو کې د المان له فرانکفورت ښار څخه کابل ته راغلى دى، ويې ويل چې زامنو يې دوه مېرمنې د انټرنېټي اړيکو"چټ، ايمېل، ټويټر، وايبر... له لارې موندلې او ودونه يې ورسره کړي دي.

په افغانستان غوندې هېوادونو کې د انټرنېټي خدمتونو رواجېدو او پراختيا د اسانتياوو او نوښتونو تر څنګ ځيني منفې پايلې هم لرلې دي.

د افغانستان د فعالو ځوانانو شبکې غړي حبيب الله وويل چې ځيني وختونه هلکان او نجونې له دې لارې يو بل ته مزاحمت کوي او يا هم له يو بل سره اشنا کېږي چې دا کار يې په واده او راتلونکي ژوند کې د ستونزو سبب ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.