کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): د کابل ښار د اتمې او دوولسمې امنيتي حوزو امران د نجونو د يوه ښوونځي د سوځېدو او په ښار کې د يوه راکټ لګېدو له پېښو وروسته له دندو ګوښه شول.
ناپېژاندو وسله والو دوې ورځې وړاندې د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې اړوند په ارزان قيمت سيمه کې د احمدشاه بابا د نجونو لېسه وسوځوله او د لېسې ساتونکى په دې پېښه کې ووژل شو.
د روان کال د مرغومې په ٢٨مه نېټه هم د شپې له خوا د کابل اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د اېټاليا سفارت ته څېرمه يو راګټ ولګېد چې له امله يې يو ملکي وګړى ژوبل شو.
د کورنيو چارو وزارت له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اتمې امنيتي حوزې امر سمونوال حاجي محمد او د ١٢مې امنيتي حوزې امر سمونوال دولت شاه د يادو دوو پېښو په تړاو د کورنيو چارو وزير په امر ګوښه کړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ليکلي چې دا دوه پوليس افسران يې په دندو کې د ناغېړۍ له امله ګوښه کړي دي.
سرچينې ليکلي چې دواړه افسران به د دغه حکم له مخې د يادو پېښو د څرنګوالي په اړه له پوښتنو ګروېږنو سره هم مخ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن