کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړيوالې ټولنې په ناسته کې د ګډون لپاره د سويس هېواد داووس ښار ته روان شو.
د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني به په دغه دوه ورځني سفر کې د اقتصاد نړيوال بنسټ په دوو بېلابېلو غونډو کې د ګډون او ويناوو تر څنګ، د يادې ټولنې له مشر، د ناټو له سرمنشي، له ځينو ګډون کوونکو او د نړۍ د سترو اقتصادي شرکتونو له مشرانو سره ليدنه وکړي.
سرچينه ليکي چې ولسمشر به د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان او امريکا او همدارنګه په هغو ناستو کې چې د افغانستان د راتلونکي سولې، ثبات او نړيوال امنيت په اړه جوړېږي، ګډون وکړي.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي او د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي هم ملګرتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن