ميمنه (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): ملي اردو په فارياب ولايت کې د ٢٤ وسله والو مخالفينو د وژلو، ١٢ نورو د ټپي کېډو او د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د يوه موټر او يوه کرين د سوځولو خبر ورکر.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي وايي چې یاد شمېر وسله والو مخالفينو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې د غورماچ- قيصار لويې لارې د کنجک سيمه کې يې د ملي اردو پر کاروان بريد وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالب قوماندان ملا عبدالسلام هم په وژل شوو کسانو کې شامل دى.
د رضايي په خبره، په دې نښته کې چې پرون سهار پيل او د شپې تر اوو بجو روانه وه، د ملي اردو يو سرتېرى ژوبل شوى او د طالبانو په راکټي بريد کې د ملکي وګړو يو کاماز موټر او يو کرين سوځېدلي او د کرين چلوونکى طالبانو نيولى دى.
خو ملا عبيدالله چې ځان په غورماچ کې د طالبانو نومول شوى ولسوال را پېژني، د ټيلېفون پر ليکه يې پژواک ته وويل چې يواځې د تاج ګل په نوم يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د هغه په خبره، په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.
خو عبيدالله وايي چې طالبانو د جګړې پر مهال دری دولتي موټر سوځولي او دوه چلوونکي يې نيولي دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن وويل چې کاماز موټر له ميمنې هرات ته د څارويو څرمنې لېږدولې چې چپه شوى و، يوه کرين غوښتل چې اوچت يې کړي چې دواړه موټر د طالبانو او ملي اردو تر منځ د ډزو په تبادله کې وسوځېدل.
د هغه په خبره، دغه کرين د خليفه سرور په نامه يوه غريبکار سړي و چې دوه کاله وړاندې يې کرين په همدې ساحه کې د طالبانو لخوا وسوځول شو او خپله بندي شو.
خليفه سرور هغه مهال ويلي وو چې دى د چپه شوو او زيانمنو موټرو د لېږد کاروبار کوي او له هغوى کرايه اخلي، له هېڅ کومې ښکېلې خوا سره اړيکه نه لري.
د غورماچ لپاره د طالبانو ولسوال وايي، که چېرې نيول شوي موټر چلوونکي ملکي وګړي وي، له څېړنو وروسته به خوشي شي، خو که پوځيان وي او يا د ملي اردو لپاره د کرايې په بدل کې کار کوي، نو په اړه به يې وروسته تصميم ونيول شي.
طالبانو د غورماچ ولسوالۍ مرکز د روان کال د مېزان مياشتې وروستيو کې نيولى و چې د ملي اردو د عملياتو په ترڅ کې د روانې مياشتې په لومړيو کې بېرته ترې ونيول شو، خو طالبان لا هم د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې فعاليت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن