ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګردېز کې د کرکټ لوبغالى جوړېږي

په ګردېز کې د کرکټ لوبغالى جوړېږي

author avatar
20 Jan 2016 - 18:18
په ګردېز کې د کرکټ لوبغالى جوړېږي
author avatar
20 Jan 2016 - 18:18

ګردېز (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پنځلس ميليونو افغانيو په لګښت د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کرکټ بورډ رييس نسيم الله دانش وويل، چې دغه لوبغالى په ٣٢ جريبه ځمکه کې د ١٥ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه کال موده کې جوړېږي.

ده زياته کړه، په پکتيا کې دا مهال سلګونه ځوانان د کرکټ لوبې باندې بوخت دي او له دې ولايت څخه په ملي ټيم او نولس کلنو لوبډله کې زيات شمېر کسان لوبېږي.

د هغه په وينا، هڅه کوي په راتلونکي کې د دې ولايت لوبغاړو ته پاملرنه وکړي او هغه امکان چې دوى يې لري، د هغوى په واک کې ورکړي.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل، په دې ولايت کې زيات شمېر ځوانان د کرکټ له لوبې سره مينه لري او دغه لوبه کوي، خو تر اوسه ورته ډيره پاملرنه نه ده شوې .

نوموړي د کرکټ بورډ له ادارې وغوښتل چې د دې ولايت لوبغاړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو په دې برخه کې يې ستونزې کمې شي .

د ده په خبره، کرکټ  نه يواځې دا چې لوبه ده، بلکې ځوانان يې له بدو لارو راګرځولي او ژوند يې سوله ييز کړی دی.

د پکتيا د کرکټ مينه والو د دې لوبغالي د کار د پيلېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې له دې سره به د دوی د ځای ستونزه لرې شي.

د کرکټ د لوبې يو لوبغاړی عبدالله ارمان وايي: "پخوا به موږ په يوه خاورين لوبغالي کې، چې هېڅ د کرکټ لپاره په کې زمينه نه وه مساعده، لوبه کوله؛ خو اوس د دې لوبغالي د چارو په پيل خوښ يو، چې زموږ ډېرې ستونزې به راکمې کړي ."

هغه زياته کړه، په پکتيا کې ښه ښه لوبغاړي  لوبه کوي، چې په راتلونکي کې بايد ورته د کرکټ بورډ اداره پاملرنه وکړي او په ملي لوبډله کې يې شامل کړي .

ديادولو ده، چې دغه لوبغالی د ګردېز ښار په ختيځه برخه کې د مرکزي سټيډيم ترڅنګ جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.