ګردېز(پژواک،٣٠مرغومى٩٤): د پکتيا ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ٨٥ ميليونو افغانيو په لګښت څه باندې سل پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني وويل چې د روان کال په اوږدو کې د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې ١٠٦ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
ده وويل چې پر يادو پروژو شاوخوا ٨٥ ميليونه افغانۍ لګښت شوی او د يو کال په موده کې يې چارې بشپړې شوې دي.
ده وويل چې د دغو پروژو ډېره برخه په مرکز ګردېز، احمد ابا، جانی خېل، څمکني، زرمت، ډنډې پټان او ځينو نورو ولسواليو کې پلې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې استنادي دېوالونه، د ځمکو خړوبولو حوضونه، د کاريزونو کېندل، د لارو جوړول او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
دغه راز دراني وويل چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به په دغه ولايت کې د ١٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
ده وايي چې د يادو پروژو د پلي کېدو پر مهال به شاوخوا شل زره ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
په ياده غونډه کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې حکومتي چارواکي بايد دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه د کليو پراختيا له وزير نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کال کې د دغه ولايت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
دغه راز د پکتيا ولايت قومي مشر حاجي خواني جهاني پژواک ته وويل چې د کليو پراختيا وزارت په روان کال کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پروژې پلې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((دغه پروژې موږ ته کافي نه دي، بايد نورې پروژې هم پلې شي تر څو د خلکو لومړنۍ ستونزې حل شي.))
د جهاني په وينا، ورځ تر بلې په دغه ولايت کې د وزګارو کسانو شمير ډېرېږي، حکومت بايد دې ستونزې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن