ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درقد ځینې سیمې طالبانو نیولې دي

د درقد ځینې سیمې طالبانو نیولې دي

author avatar
21 Jan 2016 - 11:06
د درقد ځینې سیمې طالبانو نیولې دي
author avatar
21 Jan 2016 - 11:06

تالقان (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې له امله يې ځينې سيمې طالبانو نيولې دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، يو بل ټپي دی او دريو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسير وايي چې د نښتو په پايله کې طالبانو د يادې ولسوالۍ قمګذر او قغني سيمې هم نيولې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، قمګذر او قغني سيمې د درقد ولسوالۍ له مرکز سره ٨ کيلومتره واټن لري.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي شېردل هم پژواک وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې د دې نښتې له امله طالبانو د درقد ولسوالۍ قمګذر، قغني، کلتوت، کل باغ، لاله ميدان، رستاق اباد، کشم اباد او غلام خېل کلي نيولي دي.

ده وويل چې د نښتو پر مهال دواړو له لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې افغان امنيتي ځواکونه به د يو منظم پلان له مخې ډېر ژر په درقد کې چاڼيز عمليات پيل کړي.

دغه راز وسله وال طالبان هم په درقد ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تاييدوي.

طالبان وايي چې په درقد ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او يو بل یې ژوندی نيولى دى.

د هغوې په وينا، طالبانو د درقد ولسوالۍ ډېرې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.