لښکرګاه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۴): په هلمند کې د امنيت ټينګښت لپاره موقتي اوپراتيفي مسوول وايي چې په دغه ولايت کې روانه جګړه استخباراتي ده نو ځکه وسله وال مخالفين په لږو امکاناتو ډېرې ستونزې جوړوي.
د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم تېره ورځ په ولسي جرګه کې د هلمند استازی عبدالجبار قهرمان په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره موقتي اوپراتيفي مسوول وټاکل شو.
عبدالجبار قهرمان د سلواغې په لومړۍ په يوه خبري غونډه کې وويل چې د وسله والو طالبانو امکانات او ځواک کم دى خو په لږ وخت کې يې ډېر پرمختګ کړى دى.
ده وويل چې استخباراتي جګړه له وسله والو سره د سيمو په نيولو او پرمختګ کې ډېره مرسته کوي.
هغه زياته کړه: ((د دې لپاره چې موږ ته د ډېر ځواک اړتيا پېښه نه شي نو موږ هم د خپلو استخباراتي فعاليتونو په سمون کار کوو.))
قهرمان وايي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.
هغه وايي چې د قومي مشرانو او مخورو په مرسته به د دولت او ولس تر منځ را پيدا شوى واټن هم له منځه يوسي.
ده وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شوي او له دغو اختلافاتو به د سولې د پروسې لپاره هم ګټه پورته کړي.
قهرمان دا هم وويل: ((ما د دغه ولايت ټولې ستونزې، وړانديزونه او اړتياوي له ولسمشر او اړوندو ارګانونو سره شريکې کړې دي او هغوی يې د حل کولو واک ما ته راکړى دى.))
قهرمان وايي چې د وسلو، ځمکني او هوايي ځواک په برخه کې ستونزې نه لري او په منظمه توګه به عمليات پر مخ بوځي.
ده وويل چې په تېرو وختونو کې په دغه ولايت کې د ناسمې رهبرۍ له امله يو شمېر سرتېري دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.
هغه وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د مکافاتو او مجازاتو لړۍ هم پيل کړي تر څو د ملي ځواکونو په ليکو کې سمون راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن