ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندوزه منځنۍ اسيا ته صادرات کم شوي

له کندوزه منځنۍ اسيا ته صادرات کم شوي

author avatar
21 Jan 2016 - 12:07
له کندوزه منځنۍ اسيا ته صادرات کم شوي
author avatar
21 Jan 2016 - 12:07

کندوز (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې سږ کال له دغه ولايته د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله ١٤ ميليون ډالره کمه شوې چې لامل يې نا امني او له خصوصي سکتور نه د دولت د ملاتړ نشتوالى دى.

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت وايي چې په روان کال کې څه باندې سل قلمه سوداګريز مالونه او جنسونه چې څه باندې اته ميليون امريکايي ډالر ارزښت لري، د شېرخان بندر له لارې تاجکستان ته صادر شوي چې څه باندې ٥٠٠زره افغانۍ يې د محصول له درکه سوداګرۍ او صنايعو خونې ترلاسه کړي دي.

وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا صادراتي توکي له بادامو، د بادام مغز، کېنو، ممیز، بورې، سبزيجاتو، ښځينه او نارينه جامو، موټرسايکل او نورو توکو نه عبارت دي.

شېرخان بندر، په کندوز کې له مهمو ترانزيټي بندرونو ګڼل کېږي چې له تاجکستان سره پر پوله پروت دى.

د دغه بندر له لارې ځيني مالونه او مېوې مرکزي اسيا ته صادرېږي، ملي او نړيوال سوداګر له منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، مرکزي اسيا او فارس خليج نه د همدغه بندر له لارې هېواد ته واردوي.

د کندوز سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادراتو مشر، د تېر کال د همدې مودې صادرات شاوخوا ١٣٠ قلمه او د څه باندې ٢٢ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وبلل  او ويې ويل چې له دې لارې يو ميليون او ٤٠٠زره افغانۍ خالص عوايد سوداګرۍ خونې ته چې خصوصي سکتور دى، په لاس ورغلي او پاتې عوايد د دولت اړوند دي.

له دې توکو نه ځیني يې کيمياوي سرې، اورلګیت، وطني کنجاړه، ودانيز توکي، کمپلې، خام نخود، مېوې، سبزي، د موټرو، روسي تراکتورونو ماشينونه او نور بلل شوي دي.

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادرات مدير وويل: ((د تلې په مياشت کې د طالبانو له خوا د کندوز ښار نيولو، د سوداګرو پر وړاندې ستونزو او نا امنيو، له خصوصي سکتوره د دولت ملاتړ نه کول او د نړيوال ترانزيټ نشتوالي د صادراتو او عوايد پر کمښت سيورى غوړولى دى.))

وحدت زياته کړه چې ګڼ ټېلر موټر له ګاونډيو هېوادونو په ترانزيټ بڼه کندوز ښار ته راځي او د کندوز د بېلابېلو برخو چارواکي حق نه لري چې له دغو موټرو ګمرکي محصول واخلي؛ ځکه چې دا وسايط د افغانستان خاورې ته له را رسېدو سره يو ځل ګمرکي تعرفه ترلاسه کوي چې دا يې د عوايد پر کمښت منفي اغېزه کوي.

له بلې خوا سوداګر وايي چې د کندوز- شېرخان بندر لويه لاره له ګڼو امنيي ستونزو سره مخ دي او امنيتي چارواکي بايد په دې برخه کې اقدام وکړي.

په شېر خان بندر کې د بورې يوه سوداګر ضياءالرحمن پژواک ته وويل چې سوداګر پر دې لويه لاره په اسانۍ سره کور او دندو ته نه شي تللى؛ ځکه چې د سړک په اوږدو کې طالبان راوځي او هغوى ځوروي.

دغه سوداګر زياته کړه، دوې اوونۍ وړاندې يو همکار سوداګر د کندوز ښار ابدان دښتې سيمه کې د طالبانو له خوا ودرول شو او غوښتل يې چې ويې تښتوي چې طالبان د پوليسو له راسېدو سره له سيمې وتښتېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.