ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
21 Jan 2016 - 13:11
چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
21 Jan 2016 - 13:11

کلات (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېـټه ٩٤): د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ملي اردو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي د سلواغې په لومړۍ نېـټه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخکې يوولس بجې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو سرتېرو د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د چارسو په سيمه کې يو کشف شوى ماين شنډاوو چې پرې چاودېدلى دى.

د ولسوال په وينا، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى او يو سرتېرى وژل شوي، يو سرتېرى او يو ملکى وګړى ټپي شوي دي.

سرچينه وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.