ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د نړيوالو بازارونو خلاف د تېلو بيې په خپل حال پاتې دي

کابل کې د نړيوالو بازارونو خلاف د تېلو بيې په خپل حال پاتې دي

author avatar
21 Jan 2016 - 17:57
کابل کې د نړيوالو بازارونو خلاف د تېلو بيې په خپل حال پاتې دي
author avatar
21 Jan 2016 - 17:57

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو شمېر خوراکي توکو بيې راټيټې شوې، خو د تېلو بيو په داسې حال کې بدلون نه دى موندلى چې د نفتو بيې په نړيوالو بازارونو کې اوه سلنه راټيټې شوې دي.

 په نړيوالو بازارنو کې د خامو نفتو يوې بوشکې بيه د مرغومي مياشتې په پنځلسمه نېټه ٣٧،٨١ ډالره وه او د يادې مياشتې تر ٢٥ نېټې پورې ان ٣٠،٥٦ ډالرو ته راټيټه شوه.

 پر ايران باندې د امريکا او اروپايي ټولنې له لوري د بنديزونو له لرې کولو وروسته د نفتو بيې راټيټې شوې او نن دغه بيه ٢٧،٦٨ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

 خو د کابل ښار د شهر ارا د تېلو ټانک يوه کارکوونکي غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د تېلو بيې کوم بدلون نه دى کړى.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٤٤ افغانۍ او يوه ليتر  ډيزل تېلو بيه ٣٧ افغانۍ ده.

 اوبلن ګاز بيا بېلابېلې بيې لري.

 د کابل ښار په تايمني کې د اوبلن ګاز يوه پلورونکي محمد شريف وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

 خو د کابل ښار د قرغې سيمې يوه اوسېدونکي سيداحمد وويل چې په تېره يوه اونۍ کې د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٤٥ افغانۍ ٤٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

 نوموړي وويل: "ما پرون يو کيلوګرام ګاز په څلوېښت افغانۍ واخيست."

 د خوراکي توکو له ډلې د بورې او غوړيو بيې راټيټې شوې دي.

 د کابل ښار خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٩٧٠ افغانۍ ١٩٠٠ افغانۍ او ١٦ ليتره مومن غوړي له ٩٧٠ افغانۍ ٩٥٠ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

 د هغه په وينا، د بورې او غوړيو بيې په نړيوالو بازارونو کې د بيو د کمښت له امله راټيټې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.