ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو پوځي مشرانو په افغانستان کې خپل ماموريت وارزولو

د ناټو پوځي مشرانو په افغانستان کې خپل ماموريت وارزولو

author avatar
22 Jan 2016 - 09:35
د ناټو پوځي مشرانو په افغانستان کې خپل ماموريت وارزولو
author avatar
22 Jan 2016 - 09:35

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٤): د ناټو پوځي  مشرانو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نامه  خپل روان ماموريت وارزولو.

د بلجيم په پلازمينه بروسکل کې د ناټو له مرکز څخه د سلواغې په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د سازمان د پوځي مشرانو دا يوه ورځنۍ غونډه پرون په بروکسل کې جوړه شوې وه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې د ناټو د افغان ماموريت ترڅنګ د دغه سازمان پر ستراتيژيکو مسايلو، ننګونو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې وشوې.

تر يادې غونډې وروسته د ناټو د پوځي کمېسيون مشر جنرال پاوېل وويل، چې په دې غونډه کې د ناټو د دفاع وزيرانو د راتلونکې مياشتې او د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې د ناټو سرمشريزې غونډې پر اېجنډا او پلانونو هم خبرې او بحثونه وشول.

هغه زياته کړه، د افغانستان په اړه ځانګړې شوي بحث کې د سازمان د ٢٨ غړو هېوادونو پوځي مشرانو او  استازو يو ځل بيا له افغان ملي دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

جنرال پاوېل ويلي، دغه راز په دې ناسته کې پوځي مشران په افغانستان کې پر روانو امنيتي ننګونو او د ٢٠١٦ کال پر پلانونو هم خبرې او بحثونه وکړل.

د ناټو دغه جنرال ويلي : ((٢٠١٥  د افغانستان امنيتي ځواکونو لپاره له ننګونو ډک کال و، خو دوى وکولى شول چې ددې کال په اوږدو کې له ترهګرۍ او وسله والو سره په برياليتوب سره مبارزه وکړي .))

د ناټو پوځي مشرانو په دغه غونډه کې له افغانستان سره خپلې اوږود مهالې ژمنې يو ځل بيا تازه کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.