ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار له کدري روغتون سره مرسته وشوه

د کندهار له کدري روغتون سره مرسته وشوه

author avatar
23 Jan 2016 - 16:45
د کندهار له کدري روغتون سره مرسته وشوه
author avatar
23 Jan 2016 - 16:45

کندهار (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤) : قلم لار ټولنې د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي اړوند له کدري روغتون سره د مېزونو، څوکيو او کټونو او دغه راز له معلولو ماشومانو سره د بايسکلونو (ويلچيرز) مرسته وکړه.

د يادې شوې ټولنې مشر مطيع الله ويسا د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته په اروپا کې د مېشتو افغان محصلينو د ټولنې او د دې ټولنې د مشرې رڼا مصلح په هڅو او زيار برابر شوې چې د ګمرک د محصول او نور لګښت يې د قلم لار ټولنې له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه، له کدري روغتون سره په مرسته شوو توکو کې ١٠٠ څوکۍ، ٤١ مېزونه او ١١ چپرکټونه شامل وو، چې محصلينو ورته سخته اړتيا لرله.

دغه راز ده وويل، چې د هغو بې وزلو معلولو ماشومانو لپاره يې د شاوخوا ١٠٠ سايکلونو/ويلچيرز مرسته هم تر لاسه کړې چې په خپله يې د رانيولو توان نه لري.

دى وايي، تر دې مهاله يې لسګونه سايکلونه د کندهار د سپين بولدک، ډنډ او دامان پر معلولو ماشومانو او دغه راز يو شمېر نور يې زابل، اروزګان او وردګو ولايتونو پر هغوى بې وزلو ماشومانو وېشلي چې په کندهار کې اوسېږي.

نوموړي يادونه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې به مرستې راټولو او تر اړو کسانو پورې به يې رسوي.

د کندهار پوهنتون د اداري او مالي څانګې مسوول عبدالله ژواک په اروپا کې د مېشتو افغان محصلينو او قلم لار ټولنې له مسوولينو مننه وکړه چې له هغوى سره يې مرسته وکړه.

هغه وويل، محصلين ډېر مهال د زده کړو پر مهال بېلابېلو درسي توکو او لوازمو ته اړتيا لري چې د بوديجې د نشتوالي له امله يې نه شي اخيستلاى.

نوموړي د فرهنګي ټولنو تر څنګ له شتمنو وګړو هم وغوښتل چې د کندهار پوهنتون او د زده کړو له ورته نورو مرکزونو سره وخت په وخت مرستې وکړي.

بل خوا د معلولو ماشومانو کورنۍ هم له قلم لار ټولنې او په اروپا کې له مېشتو محصلينو مننه کوي چې د هغوى له ماشومانو سره يې د سايکلونو مرسته کړې ده.

د اختر محمد په نوم د ارغستان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل زوى يې د پوليو د ناروغۍ له امله ګرځېداى نه شي او په خپله يې هم دومره توان نه درلود چې د هغه لپاره سايکل واخلي.

هغه چې ډېرې دعاوې يې کوله له قلم لار ټولنې يې مننه وکړه چې د هغه زوى يې د دې جوګه کړ چې په سايکل وګرځي او خپلې اړتياوې پوره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.