ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د سويس له دوه ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو

ولسمشر د سويس له دوه ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو

author avatar
23 Jan 2016 - 15:55
ولسمشر د سويس له دوه ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو
author avatar
23 Jan 2016 - 15:55

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د هېواد ولسمشر محمداشرف غني چې د نړيوال اقتصاد د ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د سويس داووس ښار ته سفر کړى و، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د خپل سفر په دويمه ورځ د مايکروسافټ شرکت او د بېل او ملينډا خيريه بنسټ، بنسټ اېښودونکي بېل ګېټس، د امريکا له دفاع وزير اشتون کارټر، د پيسو د نړيوال صندوق له مشر کريسټين لاګارد، د ګوګل کمپنۍ له بنسټ اېښودونکي او يو شمېر مسوولينو سره په جلا جلا توګه ليدنې ترسره کړې.

همداراز ولسمشر په ياد سفر کې "نړيوال امنيت ته کتنې" تر نوم لاندې په يوه غونډه کې هم ګډون وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې چې د امريکا دفاع وزير او د ناټو سازمان سرمنشي هم برخه درلوده، د نړيوال امنيت په اړه بحث او خبرې وشوې.

ولسمشر غني په دې بېلابېلو غونډو او ليدنو کې د افغانستان د اقتصادي ودې، سولې او ثبات، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پياوړتيا او د تروريزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د افغانستان او نړۍ هېوادونو تر منځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل: "زموږ هڅه دا ده چې افغانستان له يوې متضادې سيمې څخه د تلپاتې همکاريو پر سيمه بدل کړو."

په خبرپاڼه کې راغلي: "ولسمشر د امريکا له دفاع وزير سره د ليدنې پر مهال د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې ستاينه وکړه او په ننګرهار ولايت کې يې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات د داعش پر وړاندې بريالي او اغېزناک وبلل."

ولسمشر د هوايي ځواک پر سنبالښت د ټينګار تر څنګ وويل: "موږ له نوو جدي ګواښونو سره مخ يو، تروريزم د نړيوالې کرغېړنې پديدې په توګه افغانستان، سيمه او نړۍ ګواښي ... له دې پدېدې سره د مبارزې لپاره لنډمهال، منځ مهال او اوږدمهالو همکاريو ته اړتيا لړو."

نوموړي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د نړيوالو ملګرو د همکاريو په دوام ټينګار وکړ او ويلي يې دي چې د افغانستان اصلي موخه د سولې، ټينګښت او سوکاله شرايطو رامنځ ته کول دي.

د امريکا دفاع وزير په دې ليدنه کې ويلي دي چې هېواد يې له افغانستان سره خپلو همکاريو په ځانګړې توګه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل او سنبالتيا په برخه کې دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې له جزېياتو پرته راغلي دي چې اشرف غني د ګوګل کمپنۍ له بنسټ ايښودونکي او يو شمېر مسوولينو سره د بېلابېلو روزنيزو او پراختيايي پروګرامونو په تړاو خبرې او موافقه کړې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.