کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤):وسله والو طالبانو د قطر په غونډه کې ويلي چې د افغانستان ستونزې د زور او جګړو له لارې نشي هوارېدی او د سولې خبرې بايد په نېغه له دوى سره وشي.
تېره ورځ د طالبانو د استازو او د ځینو افغان سياسي څېرو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پګواش نړیوالې موسسې له خوا د افغانستان د سولې په اړه ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د دولت استازو برخه نه لرله.
وسله والو طالبانو د دوى له خوا په ياده ناسته کې د خپلې وړاندې شوې بيانيې مهم ټکي خپاره کړي دي.
هغوى ليکلي: "د هېواد نږدې څلوېښتو کلونو ناخوالو اساسي لامل بهرنۍ لاسوهنې، یرغلونه او د داخلي واکمنو خودخواهي او بې کفایتي ده."
سرچينه زياتوي چې په ٢٠٠١ ميلادي کال کې پر افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو بريد د افغان ولس لپاره ګڼې ناخوالې او ستونزې وزېږولې او دا ستونزې د زور او جګړو له لارې نه شي هوارېدی.
طالبان وايي: "جنګ یې مجبوریت دی، نه اختیار" او تر هغه به دوام ورکړي چې بهرني ځواکونو له افغانستانه ووځي.
هغوى په خپله بيانيه کې ويلي چې سوله باید د سیاسي، شخصي او ګوندي موخو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځول شي، خو بهرنیان او د افغانستان دولت دا کار کوي او د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.
طالبان ليکي چې د سولې لپاره لومړی باید هغه مقدماتي ګامونه پورته شي چې له هغو پرته د سولې پر لور حرکت نه شي کېدی.
په بيانيه کې راغلي: "د اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او جایزه يي لېستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس پر سر کېدل د سولې مقدماتي اړتیاوې دي."
د بيانيې په بله برخه کې راغلي: "هغه ستونزې چې په بهرنیانو پورې تړاو لري، باید د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ مخامخ وڅېړل شي او کوم ټکي چې خپله تر افغانانو پورې تړاو لري، اسلامي امارت باور لري چې افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري."
دغه راز طالبانو ويلي چې د اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې مدني فعالیتونو، د بیان آزادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي، د ولس د بچیانو لپاره د تعلیم زمینه برابرول او د ملي تاسیساتو او عام المنفعه ځايونو ساتل او جوړول خپل مسوولیت ګڼي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن