ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان د کندوز له ځينو ښوونځيو د جګړې لپاره کسان جذبوي”

“طالبان د کندوز له ځينو ښوونځيو د جګړې لپاره کسان جذبوي”

author avatar
24 Jan 2016 - 18:17
“طالبان د کندوز له ځينو ښوونځيو د جګړې لپاره کسان جذبوي”
author avatar
24 Jan 2016 - 18:17

کندوز (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي، په کندوز کې څه باندې ٣٠٠ ښوونځي د طالبانو تر واک لاندې دي، چې ورڅخه سرتېري جذبوي او د ښوونکو استخدام او ګوښه کول هم د دوى په خوښه کېږي.

خو طالبان د خپل واک په ساحو کې د سرتېرو په توګه د ښوونځيو د زده کوونکو ګومارل ردوي او وايي، د دوى په ليکو کې د زده کوونکو شتون منع دى او د هغوى شرعي او عرفي موانع ډېر سخت دي.

د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو پر مهال د پوهنې بهير ته زيان ورسېد. دا ښار د روان کال د تلې مياشتې په ٦مه طالبانو ونيو، خو د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته د دوو اونيو په ترڅ کې بېرته په تدريجي ډول ونيول شو. د کندوز جګړې پر مهال د خلکو پر ګڼې مرګ ژوبلې او دولتي تاسيساتو ته پر زيانونو سربېره ١٥٠ ښوونځي هم وتړل شول.

د کندوز د پوهنې رياست وياند عبدالبصير وزيرى وايي، په دغو ښوونځيو کې زرګونه ښځينه او نارينه زده کوونکي درس وايي، چې د کندوز د جګړو پر مهال يې د ١٤ ورځو لپاره دروازې بندې وې، خو وروسته پرانيستل شوې او زده کوونکو په کې زده کړه پيل کړه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې ادارې د ښاري مديريت ټول مهم اسناد، ودانۍ او پنځه ښوونځي وسوځول شول.

د پوهنې رياست د وياند په خبره، د مولوي سراج الدين شهيد او حضرت علي لېسې د درنې وسلو د مرميو لګېدو له امله وسوځېدې او ټول محرم اسناد، مېز، څوکۍ او نور تاسيسات يې وسوځېدل.

د حضرت علي لېسې يوه زده کوونکي صبغت الله وويل، طالبانو د دغه ښوونځي ټولې برخې او ان ديني کتابونه هم وسوځول.

دغه زده کوونکي زياته کړه: ((په وروستيو دوو اوونيو کې چې جګړه وه، موږ ونه توانېدو چې ښوونځي ته لاړ شو، کله چې ښوونځي پرانېستل شول، بيا هم ټول زده کوونکي نه راتلل.))

هغه وويل چې ډېرى زده کوونکي ښوونځي ته له تګ زړه ماتي شوي، څو وضعيت په تدريجي ډول عادي شي. صبغت الله له دولت نه غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې امنيت خوندي کړي، څو زده کوونکي په ارامۍ سره درس ووايي.

د طالبانو تر واک لاندې سيمې او د سيمه ييزې ادارې اندېښنه:

سيمه ييز چارواکي وايي چې په کندوز کې له ټولو ٤٩٧ ښوونځيو څخه څه باندې ٣٠٠ يې د وسله والو طالبانو د واک ساحو کې موقعيت لري، کله چې زده کوونکي او ښوونکي په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر نه شي، د هغوى له خوا غير حاضر او که دوام وکړي، نو منفک کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.