ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پوځیانو د انګور اډې خلک د دغه هېواد تابعیت اخیستو ته مجبوروي

پاکستاني پوځیانو د انګور اډې خلک د دغه هېواد تابعیت اخیستو ته مجبوروي

author avatar
24 Jan 2016 - 14:59
پاکستاني پوځیانو د انګور اډې خلک د دغه هېواد تابعیت اخیستو ته مجبوروي
author avatar
24 Jan 2016 - 14:59

ښرنه (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤): د پکتيکا چارواکي او ځايي خلک وايي چې په انګور اډه کې پاکستاني پوځيانو د خلکو کرنیزې ځمکې او ځنګلونه لاندې کړي او له مالکینو یې د ورتلو د اجازې په بدل کې غوښتي چې د دغه هېواد پېژندپاڼې واخلي.

انګور اډه د شکين غير رسمي ولسوالۍ هغه سيمه ده چې پکتيکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره نښلوي او په دې سيمه کې کله کله د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې هم کېږي.

د يادې سيمې اوسېدونکي صادق د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو اونيو راهيسې پاکستاني پوځيانو په انګور اډې سيمه کې هڅې پيل کړې، تر څو د برمل او شکين ولسواليو اوسېدونکو ته پاکستاني پېژندکارتونه ورکړي.

دى زياتوي: ((پاکستاني پوځيانو د کارتونو د وېشلو په موخه د خلکو ځمکې او غرونه لاندې کړي دي او خلکو ته وايي، که کارتونه ترلاسه کړئ، نو هم به ځمکې او غرونه پرېږدي او هم به يې جلغوزو ته د خرڅلاو بازار پيدا کړي.))

د هغه په وينا، د دې سيمې خلک تر اوسه نه دي چمتو شوي چې پاکستاني پېژندکارتونه واخلي.

د انګور اډې سيمې يوه بل اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((زه په دې لار موټر چلوم او کلونه کېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته تجارتي مال راوړم، خو پاکستاني پوځيانو موږ ته ويلي، که چېرې د پاکستان شناختي کارتونه وانه خلو، نو موږ ته د تګ راتګ اجازه نه راکوي.))

دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري هم پژواک ته وويل چې پاکستاني پوځيانو په برمل او شکين ولسواليو کې له خلکو غوښتي چې پاکستاني پېژندکارتونه ترلاسه کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، په انګور اډې سيمه کې پاکستاني پوځيانو د خلکو ځمکې، ځنګلونه او هټې لاندې کړې دي.

بابري وايي، که چېرې افغان حکومت يادې ستونزې ته لاسرسى ونه کړي، نو ډېر ژر به د يادو سيمو اوسېدونکي د پاکستان پېژندکارتونه ترلاسه کړي.

د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب خان منظور هم پژواک ته وويل، په يادو سيمو کې پاکستاني پوځيانو پر خلکو فشار راوړى، تر څو پاکستانى تابعيت واخلي.

هغه زياته کړه، حکومت تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى کړى، خو حکومت کولى شي د خلکو په مرسته دغه ستونزه هواره کړي.

د يادې موضوع په اړه د پکتيکا والي امين الله شارق هم پژواک ته وويل چې پاکستاني پوځيانو په انګور اډې سيمه کې هڅې پيل کړې، تر څو افغانانو ته خپل پېژندکارتونه ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.