ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې سوداګر او صرافان شکايت کوي چې خصوصي بانکونه هغوى ته پيسې نه ورکوي

په نيمروز کې سوداګر او صرافان شکايت کوي چې خصوصي بانکونه هغوى ته پيسې نه ورکوي

author avatar
24 Jan 2016 - 17:16
په نيمروز کې سوداګر او صرافان شکايت کوي چې خصوصي بانکونه هغوى ته پيسې نه ورکوي
author avatar
24 Jan 2016 - 17:16

زرنج (پژواک، ٤ سلواغه ٩٤ ): ځينې خلک، صرافان او سوداګر د نيمروز په خصوصي بانکونو کې د پيسو د نه شتون له امله شکايت کوي او يو لامل يې د هوايي شرکتونو د پروازونو بندېدل بولي چې بانکونو ته پيسې نه دي لېږدول شوي.

د نيمروز په زرنج ښارکې  اته سوداګريز خصوصي بانکونه فعاليت کوي او پېرودونکي يې وايي، چې له تېرو دوو اونيو راهيسې چې غواړي له خپلو حسابونو څخه پيسې ترلاسه کړي، د بانک مسوولين وايي چې پيسى نشته.

د احمد جاوېد په نوم يوه صراف پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ورځې راهيسې څو خصوصي بانکونو ته چې دوى يې پېرودونکي دي، مراجعه کړې ده؛ خو نه دى توانېدلى چې پيسې ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه چې د" نوي کابلبانک" ، "عزيزي" او "ميوند بانک" مسوولين وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د " افق شرق" هوايي خصوصي شرکت پروازونه درېدلي او نيمروز ته پيسې نه دي راغلي.

خو په زرنج کې د "نوي کابلبانک" يوه مسوول چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، وويل چې پېرودونکو ته د پېسو په ورکولو کې کومه ستونزه نه لري، د بانک په خزانه کې پيسې نشته؛ ځکه ملي شورا کې د روان مالي کال د بوديجې تصويب لپاره تر اوسه دوى ته تخصيص نه دى رسېدلى.

د نوموړي په وينا، د دې ترڅنګ هم پېرودونکو ته د هغوى له غوښتنې سره سم ٤٠ سلنه پيسې ورکول کېږي.

خو جاوېد احمد صراف زياته کړه: "يو بانک ته مې چې مراجعه وکړه، ٣٦زره ډالره په کې موجود وو، ورته مې وويل چې له شلو زرو ډالرو مې يواځې دوه زره راته راکړئ، هغوى ان د دې  اندازه پيسو ورکړې ته هم زړه ښه نه کړ او ويې ويل چې خزانه کې پيسي نشته."

د غلام حضرت په نوم بل پېرودونکي چې غوسه ناک تر سترګو کېده، وويل: "دا څرنګه بانکونه دي، د خداى لپاره يوه اونۍ کېږي چې راځم او غواړم  له خپل حسابه دوه سوه زره افغانۍ ترلاسه کړم، هر وخت چې راځم، نو وايي پيسې نشته."

هغه زياته کړه، د بانکونو مسوولينو ورته ويلي دي چې "د افغانستان بانک" په زرنج کې پيسې نه لري؛ ځکه چې د مساپر وړونکو الوتکو پروازونه له يوې مياشتې راهيسې نيمروز ته بند شوي دي؛ نو له دې امله اړينې پيسې د افغانستان بانک په څانګه کې شتون نه لري.

 خو په زرنج کې "د افغانستان بانک" امر محمد نعيم سعيدي وويل چې دا يوه ګونګوسه ده چې د افق شرق هوايي خصوصي شرکت د الوتکو د پرواز له بندېدو سره " د افغانستان بانک" زرنج څانګه کې پيسې نشته.

نوموړي زياته کړه، د پيسو ورکولو په تړاو هېڅ راز ستونزه نه شته؛ له يو  لوري د نيمروز عوايد په دې بانک کې راغونډېږي او له بل پلوه، شاوخوا يوه مياشت کې د پوځي الوتکو د دوو پروازونو  پرمټ له يوه ولايت څخه دې بانک ته پيسې راوړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې ټول خصوصي بانکونه خپلې پيسې له افغانستان بانک څخه ترلاسه کوي او خلک له خصوصي بانکونو سره راکړه ورکړه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.