ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تګاب کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تګاب کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jan 2016 - 13:44
تګاب کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jan 2016 - 13:44

محمودراقي (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ددولت وسله والو مخالفينو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تګاب ولسوالۍ کې د عامه نظم د پوليسو د کنډک قوماندان ايمل د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو نن سهار د شاتورو په سيمه کې د دوى پر يوې پوستې له څلورو خواوو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په سيمه کې د ملي اردو د يوه کنډک ځواکونه د دوى مرستې ته راغلل او وسله وال مخالفين يې پر شا وتمبول.

د ايمل په وينا، په دې جګړه کې يو وسله وال مخالف وژل شوى، درې ټپیان دي، دغه راز دوه پوليس هم ژوبل شوي دي.

دى وايي چې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د حاجي نظر په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې نن سهار څو ساعته جګړه شوې او دواړو لورو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د څلورو پوليسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.