کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): پخوانى ولسمشر حامد کرزى د افغانستان د سولې په اړه په يوه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه چين ته لاړ.
په کابل کې د حامد کرزي د دفتر مطبوعاتي مسوول يوسف سها د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حامد کرزی نن چين ته روان شو.
هغه زياته کړه چې نوموړى د چين د شانګهاى د نړيوال انسـټيټيوټ له خوا په رسمي توګه بلل شوى او د دې ادارې له خوا د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکي نړيوال کنفرانس ته به وينا هم وکړي.
سها وويل چې له کرزي سره په دغه سفر کې عبدالکريم خرم او د ملي امنيت پخوانى سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا ملتيا کوي.
حامد کرزي تر خپلې واکمنۍ وروسته تر دې مخکې هم څو ځلې چين ته سفرونه کړي دي.
د يادونې ده، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په يوه رسمي سفر پرون چين ته تللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن